جون 17, 2019

تخار: طالبانو د “خواجه غار” ولسوالي نیولې او نورو کې یې پرمختګونه کړي

تخار: طالبانو د “خواجه غار” ولسوالي نیولې او نورو کې یې پرمختګونه کړي

 

عزم (چهارشنبه، ۲۲،غبرګولی،۱۳۹۸)
راپورونه وایي، چې طالبانو تیره شپه د تخار ولایت د خواجه غار مهمه او ستراتیژیکه ولسوالي تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده .
ځایي امنیتي سرچینې د پیښې د پخلي ترڅنګ ګڼو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي او زیاتوي چې جګړه نورو اړوند ولسوالیو ته هم غزیدلې .

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي ، ولسوالي خواجه غار یې له ټولو ملحقاتو سره یوځای نیولې او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب ویاند زیاته کړې ، اوسمهال د یاد ولایت په بهارک، دشت قلعه اونمک آب ولسوالیوکې پر افغان ګډو ځواکونو توند بریدونه روان دي چې په وینا یې « د بهارک عنبرکوه سیمه فتحه او مرکزیې ترمحاصرې لاندې.»

مجاهد وایي ، د نمک آب ولسوالۍګڼې سیمې یې هم له دولت پلوه ملیشو تصفیه کړې او ځواکونه یې د پرمختګ په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تیره ورځ د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالي مرکز هم تر خپل پوښښ لاندې راوستلی وو.

Related posts