جون 17, 2019

د هغو شیانو لړۍ چې په خلګو کې مشهور شوي دي خو ثابت نه دي(۱ برخه)

د هغو شیانو لړۍ چې په خلګو کې مشهور شوي دي خو ثابت نه دي(۱ برخه)

جبیر افغان

رسول الله صلی الله علیه وسلم شیطان ته وویل: ای لعینه! ستا سره کښېناستونکی څوک دی؟
شیطان: سود خور
نبي الله: ملګری دي څوک دی؟
شیطان: زنا کار
نبي الله: ستا سره څملېدونکی څوک دی؟
شیطان: نشه یي
نبي الله: مېلمه دي څوک دی؟
شیطان:غل
نبي الله:پیغام وړونکی دي څوک دی؟
شیطان:جادوګر
نبي الله: د سترګو ساړه دي څوک دی؟
شیطان: په طلاق سره قسم خوړونکی
نبي الله: محبوب دي څوک دی؟
شیطان:د جمعې د لمانځه پرېښودونکی
نبي الله: ای لعینه! کوم شی ستا ملا ماتوي؟
شیطان: د الله په لاره کې د آس شیشنی
نبي الله:کوم شی دي بدن ویلوي؟
شیطان:د توبه کونکي توبه
نبي الله:کوم شی دي ځیګر سوځي؟
شیطان: د شپې او د ورځي ډېر استغفار ویل
نبي الله: کوم شی دي رسوا او ذلیل کوي؟
شیطان: په پټه صدقه کول
نبي الله:کوم شی دي ړندوي؟
شیطان: د سهار لمونځ
د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور ته د دې حدیث نسبت کول درواغ دي، د اسلام په کتابونو کې د دې هیڅ وجود نشته.
شیئر یې کړئ تر څو نور مسلمانان هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور ته د داسي واهیاتو له نسبت کولو څخه ډډه وکړي.

Related posts