جون 17, 2019

په کرېکټ بورډ کې ځینې پخواني چارواکي ګوښه شوي

په کرېکټ بورډ کې ځینې پخواني چارواکي ګوښه شوي

عزم(سه شنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي نن په یوې خبري ناسته کې وویل، چې په کرېکټ بورډ کې یې ځینې بدلونونه رامنځته کړي دي، چې ځینې پخواني چارواکي یې ګوښه کړي او پر ځای یې نوي کسان ګمارلي دي.

د کرېکټ بورډ ادارې د بورډ د پخوانيو غړیو هر یوه حکمت خليل کرزي، اکليل حکيمي، سید سعادت منصور نادري او احمد شاه سنګدل پر ځای سناتوره ګلالۍ نور ساپي، د ښار جوړونې او اراضي سرپرست وزیر احمد جواد پیکار، د ولسمشر ستر سلاکار ضیاء الحق امرخېل او په پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د بورډ نوي غړي معرفي شوي دي.

فضلي وویل، موږ ولسمشرۍ ماڼۍ ته د افغانستان کرېکټ بورډ د بورډ غړو لپاره دغه نومونه لېږلي وو چې هغوی منظور کړل او له نن وروسته به دوی د دغې ادارې د بورډ غړي وي.

په کرېکټ بورډ کې د غوراوي کمېټې څخه چیف سیلکټر ځای ختم شوی او پر ځای یې دوه نور غړي غوره شوي دي، چې يو يې له ۱۹کلنو د کم عمره لوبغاړو اوسنی او د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انډي مول او دويم يې مجاهد ځدراڼ ټاکل شوي دي.

د فضلي په خبره، مجاهد ځدراڼ له دې وړاندې د ملي لوبډلې د روزونکي، د غوراوي کمېټې او اړوند نورو برخو کې دندې ترسره کړې، همدا راز ښاغلی انډي مول هم هغه یوازېنی بهرنی روزونکی دی چې د افغانستان نولس کلنو او اې لوبډلې د روزونکي په توګه يې دنده ترسره کړې او افغانستان ته راغلی دی او دلته يې لوبغاړو ته روزنه ورکړې ده.

د غوراوي کمېټې پخوانی مشر دولت احمدزی بیا د کورني کرکټ د لوبډلو او کم عمره لوبغاړو د ملي لوبډلو (۱۵ کلن، ۱۷ کلن او ۱۹ کلن) د غوراوي کمېټې مسوول وټاکل شو چې له دې وروسته به هغه د کورني کرېکټ لپاره لوبغاړي غوره کوي.

د رسنيو په برخه کې هم بدلون راغی چې د رسنيو د برخې نوی مدیر جار عبدالرحیمزی وټاکل شو.

د کرکټ بورډ عمومي رييس وويل چې د افغانستان پريمئير ليګ (اې پي ال) به د اکتوبر په مياشت کې ترسره کېږي او د دغه شل اوريزه ليګ د ښه ترسره کولو لپاره هم کمېټه ټاکل شوې چې په دغه کمېټي کې شاهد الکوزی، عتیق عباس، منهاج الدین راز او عبدالهادي دريځ د غړو په توګه غوره شوي دي.

ښاغلي فضلي وويل: ((دا ځل مو هڅه دا ده چې د APL ليګ تر تېر هغه هم ښه ترسره کړو او د همدې لپاره مو ورته کمېټه وټاکله چې ټول کارونه به په وخت او په روڼ ډول ترسره شي.))

نوموړي همداراز زياته کړه چې په دغه ليګ کې به د بهرنيو او د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبغاړو تر څنګ په کورني کرکټ کې لوبېدونکي ډېر لوبغاړي هم ولوبېږي او هيله شته چې ښه استعدادونه به پکې راښکاره شي.

Related posts