جون 17, 2019

ویسا: ټاکنې یې له درغلیو ډکې وې، ولسي جرګه به څه اعتبار ولري

ویسا: ټاکنې یې له درغلیو ډکې وې، ولسي جرګه به څه اعتبار ولري

عزم(سه شنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې«ویسا» د (ولسواکۍ مسخه تصویر) لاندې خپله نننۍ سرلیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، د ولسي جرګې د رئیس د ټاکنو مسئله ۲۲مې ورځې ته ورسېده، خو لا هم د جرګې غړي د یوه مشر په ټاکلو هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د سرلیکنې د لیکوال په باور، د ولسي جرګې د مشر په ټاکلو کې ستره محکمه او حکومت باید لاسوهنه ونه کړي او دغه چاره باید ولسي جرګه خپله حل کړي.

«حکومت وایي چې د ولسي جرګې د رییس ټاکلو مساله به سترې محکمې ته محول کړي، خو د جرګې غړي بیا دا د قانون خلاف او د درې ګونو قواوو تر منځ د یو بل په چارو کې مداخله بولي.

واقعیت هم دا دی چې د ولسي جرګې د رییس مساله خپله جرګه باید حل کړي. خو دغه مساله ولې دومره اوږده شوه؟»

ویسا لیکي، تېرې ټاکنې له درغلیو ډکې وې، د ټاکنو کمېسیون ټول غړي د فساد په تور له دندو ګوښه شول، د ټاکنو پایلې څو ځلې اعلان شوې، ځینې لغوه شوې او د ځینې بیا له سره وشمېرل شوې، نو د دومره ناخوالو په پایله کې به یې ولسي جرګه خود په یوه میاشت کې خپل مشر نه شي ټاکلای.

«په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له فساد او درغلیو ډک بهیر تر ډېره حده د ولسي جرګې مشروعیت له مخکې څخه تر سوال لاندې راوستی ؤ، اوس چې هېوادوال عملاً ګوري چې د تېر کال د تلې د ۲۸ مې د انتخاباتو په پایله کې جوړې شوې ولسي جرګې تر اوسه پروې رسماً خپلې چارې نه دي پیل کړي، یوازې د رییس د ټاکلو پر سر دوی تر یوې میاشتې زیاته موده ضایع کړه، په هغو برخلیک ټاکونکیو مسایلو کې به یې څه حالت وي چې زموږ ولس ورسره لاس او ګریوان وي؟ واقعیت دا دی چې ولسي جرګه هره ورځ د ریاست په بحران کې تېروي اعتبار او وزن یې په ولس کې زیان مومي، نه یوازې دا چې د دوی وزن زیان مومي بلکې د نظام د یوې ستنې په حیث یې اغېزمنتوب پیکه کېږي.»

ورځپاڼې لیکلي، د حکومت، ولسي جرګې او په ټوله کې د اوسني ګډ حکومت مشروعیت هم پای ته رسېدلی، خو ارګ بیا هم په خپلو خرمستیو کې ډوب دی او د هېواد له رښتیني انځور خبر نه دی.

«اوس په ولس کې دغه بحث ډېر تود دی چې پخوانۍ ولسي جرګه تر نوې څو ځله د ولس په خیر وه. د دوی ترکیب هم داسې دی چې په لویو ملي مسایلو کې د ولس په پلوۍ له دوی نه د غږ اوچتېدو تمه ډېره لږ کېدای شي. يوه ستونزه همدغه ده چې ښايي ډېرى ملي مسالې داسې وي چې د  دوه ثلثه وكيلانو رايو ته پكې اړتيا وي، كه حالت د اوس په څېر وي په هېڅ مساله كې به هم دغه دوه ثلثه پوره نشي، پايله دا چې هغه لوري په خپله طرحه كې بريالي شول چې هم حكومت له مشروعيته بې برخې وي او هم داسې ولسي جرګه وي چې په هېڅ مساله كې هم د ولس د سترو ارمانونو په پلوۍ كومه پرېكړه و نه كړاى شي، په هېواد كې به د ورځې درې سوه تنه ځوانان وژل كېږي خو داسې مرجع به نه وي چې د هغو د مخنيوي لپاره غږ اوچت كړي، د لرې او نژدې بهرنيانو وحشتونه به هم دوام لري، خو حكومت به د ارګ په خرمستيو كې ډوب وي او ولسي جرګه به پر هېڅ د پرلپسې ناندريز سريال نندارې ښيي. دا نو د ولسواكۍ هغه مسخه تصوير دى چې تراوسه د نړۍ په هېڅ ګوټ كې نه دى ليدلى شوى.»

Related posts