اګست 24, 2019

فراه:د هندواڼې تر ارزاني وروسته د نورو سبزیجاتو نرخونه هم رالویدلي

فراه:د هندواڼې تر ارزاني وروسته د نورو سبزیجاتو نرخونه هم رالویدلي

 

عزم (دوشنبه، ۲۰،غبرګولی،۱۳۹۸)

په فراه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو او تازه میوو د نرخونو د رالویدو کچه وروستياو حیرانونکي پړاو ته رسیدلې چې کروندګر او باغ لرونکي یې سخت اندیښمن کړي دي.

څو ورځې وړاندې د فراه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو کیلو هندواڼې بیه یواځې یوې «۱» افغانۍ ته را ټیټه شوه ، چې اوس دې نرخ د نورو سبزیجاتو او میوو پر نرخونو هم ناوړه اثر کړی دی.

د فراه ولایت کروندګر او باغ لرونکي وایي، اوسمهال د یو کیلو ګرام بادرنګ بیه «۱»یوه افغانۍ، یو کیلو ګرام توربانجان «۱» یوه افغانۍ، یو کیلو ګرام رومیان «۳» درې افغانۍ، یو کیلو ګرام بنډۍ«۳» درې افغانۍ او یو کیلو هندواڼه هم په «۱« یوه افغانۍ پلورل کیږي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست یې پړه د لارو پر خرابوالي ور اچوي او وایي چې د میوو د انتقال په برخه کې د شته ځنډ رامنځته کیدو له امله په دغه ولایت کې د ټولو کرنیزو محصولاتو بیې رالویدلې دي.

د کرنې رییس عبدالمنان متین وایي، سږکال محصولات بیخي زیات دي خو انتقال یې ژر نه ترسره کیږي.

په عین حال کې د ملي یووالي حکومت چې تل له ولسونو سره د اقتصادي پراختیا ژمنې تازه کوي، لا یې هم د بازارموندنې په برخه کې له ځایي ولسونو سره کومه ژمنه نه ده تازه کړې او نه یې هم د هیواد د کروندګرو د لاسنیوي لپاره پر کوم اقدام لاس پورې کړی دیّښ

Related posts