اګست 24, 2019

د افغانستان داعش پر امریکا او اروپا باندې برید ته ځان چمتو کوي – امریکايي چارواکي

د افغانستان داعش پر امریکا او اروپا باندې برید ته ځان چمتو کوي – امریکايي چارواکي

اسوشیېټډ پریس خبري اژانس د امریکايي او افغان چارواکو له خولې لیکلي چې داعش ډلې په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي، او پر امریکا او اروپا باندې برید ته ځان چمتو کوي.

د راپور له مخې، داعش ډله اوس مهال د هېواد په شمال او ختیځ کې د جنګیالیو د جلبولو هڅه کوي.

یوه امریکايي استخباراتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط دې خبري اژانس ته ویلي چې داعش ډله په کابل کې په وروستیو بریدونو سره ځان پر امریکا او اروپا باندې د برید لپاره تیاروي.

د ده په اند، په افغانستان کې د داعش ډلې ”اصلي هدف له دې هېواده بهر په اروپا او امریکا کې“ بریدونه کول دي، او که پر ضد یې ”جارحانه سټراټيژي خپله نشي، په راتلونکي کال کې دننه به په اروپا او امریکا کې د سترو بریدونو ترسره کولو وړتیا پیدا کړي“.

دې چارواکي همداراز د افغانستان په ختیځ کې سیمې لاندې کول د داعش ډلې ”اول نمبر نظامي هدف“ بللی، چې په دې سره به وروسته د جلال آباد پر شاوخوا راوګرځي.

په جورج ټاون پوهنتون کې د امنیتي مطالعاتو د مرکز مشر، بروس هوفمین، ویلي چې په سوریه او عراق کې تر ماتې خوړلو وروسته داعش ډله افغانستان ته د خپل یوه نوي ممکنه مرکز په سترګه ګوري. نوموړي ”د افغانستان په ختیځ کې د وسلو پراخو ذخیرو“ ته په اشاره کولو سره ویلي چې داعش دې هېواد ته ”زیاته پاملرنه او منابع“ وقف کړي دي.

په راپور کې د داعش ډلې جنګیالي د زرګونو شاوخوا بلل شوي، چې د ننګرهار ترڅنګ په کونړ، نورستان، لغمان او د هېواد په شمال کې حضور لري.

د راپور له مخې، داعش ډله د افغانستان په پوهنتونونو کې د خلکو جلبولو فعالیت پر مخ وړي څو په دې ډول له ټیکنالوجي او خواله رسنیو سره بلد افغانان د ځان ملګري کړي.

Related posts