اګست 24, 2019

د کرېکټ بورډ سپیناوی؛ شهزاد د پښې د پړسوب له امله له لوبډلې ایستل شوی دی

د کرېکټ بورډ سپیناوی؛ شهزاد د پښې د پړسوب له امله له لوبډلې ایستل شوی دی

عزم(دوشنبه،۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): پرون د افغان لوبډلې د پیل لوبغاړي او ویکټ ساتونکي محمد شهزاد محمدي له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل، چې دی روغ رمټ دی او له لوبډلې د پښې د پړسوب په پلمه بهر شوی دی.

شهزاد پر کرېکټ بورډ او د لوبډلې په لوبډلمشر تور پورې کړ، چې هغه لوبغاړو ته ځای ورکول کېږي، چې چاپلوسي کوي او دی په لوبډله کې یوازې په خپلې وړتیا پاتې و او چاپلوسي چاته نه شي کولای.

نوموړي ګواښ کړی، چې له ملګرو سره د مشورې وروسته به لوبډله پرېږدي.

ده وویل، اصغر او دی دواړه روغ رمټ وو، خو بیا هم په لوبډله کې ځای نه ورکول کېده.

خو کرېکټ بورډ دوې پاڼې خپرې کړې، چې شهزاد یې ځکه له لوبډلې بهر کړی، چې په پښه کې پړسوب لري.

«د کرکټ ملي لوبغاړی محمد شهزاد د ناروغۍ او د پښې ټپ له امله له لوبډلې ایستل شوی دی چې په اړه یې د انګلستان د لندن ښار د وېسټا ډایګنوزټکس د درملنې مرکز هم د خپل راپور پایله شریک کړې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې شهزاد محمدي په پښه کې د پړسوب، درد او ټپ له امله نه شي کولی چې د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون وکړي، له هغې پرته به له زیات او شدید ټپ سره مخ شي.»

د یاد مرکز په تشخیصیه راپور کې راغلي: ((د ناروغ پښې د هډوکي مایع زیاته شوې چې له امله یې د ناروغ د پښې د پړسوب لامل ګرځېدلی چې د کيڼې پښې د زنګانه په شاتنۍ برخه کې واقع ده، له دغه پړسوب سره خفيف ټپ هم مل دی. د علاېمو څخه معلومېږي چې دغه ټپ د پښې د اوږده هډوکي يا د هډوکي په پاي کې د سخت ټپ سبب وګرځي، چې د لومړي ټپ امکان يې زيات دی.))

همدارنګه په یاد راپور کې یادونه شوې ((د نوموړي د پښې نښلونکي هډوکو پیلې سره کش شوې چې د هډوکي د پاسه د بل هډوکي د جوړېدو يو ډول دی او ناروغ ته یې جدي ستونزه راولاړه کړې ده.))

شهزاد محمدي په روان نړیوال جام کې په دوو لوبو کې ۷ منډې جوړې کړې او اوس یې پر ځای اکرام علي‌خېل د ویکټ ساتنې مسوولیت لري.

Related posts