اګست 24, 2019

نړیوال جام: هندوستان اسټرالیا ته ماتې ورکړه

نړیوال جام: هندوستان اسټرالیا ته ماتې ورکړه

عزم(دوشنبه،۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ د روان نړیوال جام په ۱۴مه لوبه کې هندوستان اسټرالیا ته د ۳۶منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د پرونۍ لوبې پچه هندوستان وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې بریالۍ ثابته شوه.

د هندوستان پیلوونکو لوبغاړو روهېت شرما او شیکر داهون د ۱۲۷ منډو ملګرتیا وکړه، چې د اسټرالیا پر وړاندې یې د هندوستان هدف لوړ کړ.

روهېت شرما ۵۷، شیکر داهون ۱۱۷، ویرات کوهلي ۸۲، هارډیک پانډیا ۴۸، ایم. اېس ډوني ۲۷ او لوکېش راهول۱۱ منډې جوړې کړې، چې اسټرالیا ته یې د ۳۵۳ منډو هدف وټاکه.

په اسټرالیايي توپ اچوونکو کې سټونیس ۲، میچل سټارک۱، کولټر نایل ۱ او پیټ کیمنس هم د یوې ویکټې په اخیستو بریالی شو.

په ځوابي توپ وهنه کې اسټرالیا ورو پیل وکړ، چې د ۶۱ منډو جوړولو وروسته ایرون فینچ وسوځېده.

ډیویډ وارنر۵۶، ایرون فینچ ۳۶، سټیو سمیت ۶۹، الیکس کیري ۵۵ او عثمان خواجه ۴۲ منډې جوړې کړې.

اسټرالیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۶ منډې جوړې کړې او هندوستان ته یې د ۳۶منډو په توپیر ماتې ومنله.

د هندوستان په توپ اچوونکو کې جاسپرېټ بومرا او بووینشور کمار ۳ـ۳ او ویزندرچاهل ۲ ویکټې واخیستې.

په روان نړیوال جام کې هندوستان خپله دویمه بریا خپله کړه او اسټرالیا له دوو بریاوو وروسته خپله لومړۍ ماتې ومنله.

په روان نړیوال جام کې نن ویسټ انډیز او سویلي افریقا سره مخامخ کېږي.

Related posts