جون 17, 2019

لویې څارنوالۍ د کرام الدین کرام د نیولو امر کړی

لویې څارنوالۍ د کرام الدین کرام د نیولو امر کړی

عزم(بکشنبه،۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): لویې څارنوالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام الدین کرام د نیولو حکم صادر کړی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، له دې وروسته کرام الدین کرام له هر ډول سپورتي او د فوټبال له فعالیتونو منع شوی دی او نن لویې څارنوالۍ د نوموړي د نیولو حکم هم صادر کړی دی.

لویه څارنوالي دا حکم داسې وخت کې صادر کړی، چې د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړو څو میاشتې وړاندې یوې برېتانوۍ ورځپاڼې ته ویلي وو، چې کرام الدین کرام څو ځلې جنسي ځورولي دي.

د لوبغاړو د دې خبرو ووروسته نوموړی له دندې ګوښه شو، چې نن یې د نیولو حکم صادر شو.

د فوټبال نړیوال فدراسیون«فیفا» کرام الدین کرام یو میلیون سویسي فرانکه جریمه کړی هم دی.

کرام الدین کرام له ۲۰۱۳نه تر ۲۰۱۸ کال پورې د فوټبال فدراسیون مشر و، چې په ګڼې ښځینه لوبغاړې یې جنسي ځورولې وې.

Related posts