فراه: د یو کیلو هندواڼو بیه یوې افغانۍ ته راښکته شوې

عزم(بکشنبه،۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د فراه بزګران وايي، د حکومت نه پاملرنې او د بازار د نشتوالي له امله یوه کیلو هندواڼه په یوه افغانۍ پلوري.

دوی وايي، په هټۍ‌والو او سوداګرو ۷کیلو هندواڼې په یوه اووه افغانۍ پلوري، چې هغوی یې بیا پر اخیستونکو ۱۴ افغانۍ پلوري.

د فراه بزګران حکومت تورنوي، چې د دوی حاصلاتو ته سمه بازار موندنه نه‌شي کولای، چې له امله یې بزګران له سخت حالت سره مخامخ شوي دي.

د دوی په خبره، نږدې یوه میاشت وړاندې په فراه کې پاکستانۍ او ایرانۍ هندواڼې یوه کیلو په ۳۰ افغانۍ پلورل کېدې، خو د فراه د هندواڼو في کیلو بیه یوې افغانۍ ته راښکته شوې ده.

د فراه د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالمنان متین مني، چې د هندواڼو بیې راښکته شوي دي.

دی وايي، د تېرکال په پرتله سږکال په فراه کې خټکي او هندواڼې ۲۵ سلنه ډېرې کرل شوي او حاصلات یې هم ښه دي.

دی وايي، سږکال  په فراه کې څلور سوه زره هندواڼه تولید شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close