اګست 24, 2019

رامني: څرنګه روسیې د غني حکومت ته شا کړه

رامني: څرنګه روسیې د غني حکومت ته شا کړه

ژباړه او راټلوونکی:واحد فقیري

د افغانستان او روسیې د چارو مشهور ځوان څارونکی، ښاغلی سیمیول رامني، د جون پر ۶ په دپلومات کي لیکي د مې د ماشت پر ۲۷ طالبان او افغان سیاستوال په مسکو کي سره جرګه سول، او پدې ناسته کي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګې لارووف له افغانستانه د خارجي قواوو د چټګ خروج ږغ وکړ، او دغه راز يې د بین المللي الافغاني مذاکراتو مطالبه هم وکړه.

په مسکو کي د بین الافغاني مجلس دایرېدل په افغانستان کي د روسیې زیاتېدونکې علاقه ښه راڅرګنده کړه. خو پدې مجلس کي د کابل استازو ته د اشتراک اجازه ور نه کړه سوه. پدې وروستیو څو میاشتو کي د کابل له حکومت سره د روسیې روابط خراب سوي دي، ځکه غني شکایت کوي چي روسیې د طالبانو سره په خبرو کي د کابل حکومت بای پاس کړی دی.

ښاغلی رامني لیکي دا چي مسکو کابل حاشیې ته کړی دی، د ارګ خښم يې راپارولی دی. بل دا چي د طالبانو سره د مسکو نژدې کېدل هم د ارګ اعصاب ور خراب کړي دي.

لیکوال لیکي دا چي د مسکو په مجلس کي ملا عبدالغني برادر او لارووف په ګډه د خارجي قواوو د وتلو ږغ وکړ، دا خبره دا ښيي چي د طالبانو او مسکو تر مینځ همنظري ډېره سوې ده. او یو ګډ او مشترک هدف ته سره رسېدلي دي.

په پای کي، رامني لیکي څرګنده خبره ده چي پدې وروستیو وختونو کي د کابل او مسکو تر مینځ تشنج زیات سوی دی. مسکو مدام د غني مخالف افغان سیاستوال ور دعوت وي، او د طالبانو سره د ملاقات لپاره زمینه ورته برابروي. د مسکو دا اقدامات به ضرور د کابل او مسکو روابط په آینده میاشتو کي نور هم ور خړ پړ کړي.

 

هیرینګ: له افغانستانه د راوتلو وخت دی

ښاغلی لیندرت هیرینګ د امریکا د اردو متقاعد افسر دی. هغه په نیوزیک کي د جون پر ۵ لیکي افغانستان په جهان کي تر ټولو فاسد ځای دی. افغان سیاستوال مدام په خپلمینځي جګړو، شخصي جنګونو، او فرعي اخ و ډب باندي لګیا وي. په افغانستان کي تل دوامداره تشدد روان وي، او که چیري د امریکا او ایران تر مینځ جنګ ښخ سي، افغانستان به د دې دوو طاقتونو تر مینځ ساندویچ سي. او افغان ولس به په کښي زیات تاواني سي.

لیکوال کاږي زما باور دا دی چي د ۱۸ کلن جنګ راوروسته، اکثره امریکایان له افغانستانه د خپلو عسکرو راایستل غواړي، او پدې برخه کي د جمهورریس ټرمپ ملاتړ کوي. خو د دې تر مخه چي امریکا له افغانستانه راووزي، باید دا څو کارونه وکړي.

اول، طالبان باید د القاعدې سره خپل ټول روابط قطع کړي. امریکا باید پدې برخه کي له طالبانو څخه پاخه ضمانتونه واخلي. او د ملګرو ملتونو د نظارت لپاره میکانیزم ایجاد کړي.

دوهم، د طالبانو سره په معامله کي باید دا خبره یقیني سي چي ټول افغانان د قانون لاندي مساوي حقوق ولري. په بل عبارت، بیا باید د ښځو او اقلیتونو سره د ۲۰۰۱ څخه مخکي چلن و نه سي.

دریېم، امریکا باید طالبانو ته دا ور وفهموي چي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو بشپړ وتل د دې معنی نه لري چي ګواکي امریکا به له افغانستان سره دپلوماتیکي او اقتصادي روابط هم قطع کړي. او که چیري د متحده ایالاتو استخبارات دا ثابته کړي چي له افغانستانه امریکا ته ترورسټي تهدید متوجه کېږي، امریکا به د دې حق ولري چي په یو اړخېزه توګه د ځان د دفاع لپاره نومړي خطرات رفع کړي.

ښاغلی هیرینګ لیکي تکبر او غرور باید د متحده ایالاتو ذهن او دماغ ور فلج نه کړي. امریکا باید دا ومني چي افغانستان به هیڅکله د امریکا غوندي یوه دیموکراسي نه سي. په افغانستان کي د دیموکراسۍ ایډیال ناممکن دی.
افغانستان به د ډېر وخت لپاره یو جنګره او له تشدده ډک ځای وي. خو دا د دې مانا نه لري چي موږ باید د سوله ایز حل لپاره کوښښ و نه کړو، او ځان ترې خلاص نه کړو.
#DPolPost

Related posts