جون 17, 2019

جهادي رهبر چې آزاد خیالې آغلې ته په چکچک شي

جهادي رهبر چې آزاد خیالې آغلې ته په چکچک شي

همت خان

یو وخت يې په کمپ کې به چې کله دپاکستان ټلویزیون کې خبرونه کتل نو په نیمايي شیشه (سکرین) به يې پرده را خوره کړه؛ ځکه چې یوې ښځینه نطاقې به دنارینه نطاق سره یوځای خبرونه ویل، او چاته به يې کله هم اجازه نه ورکوله چې ددغه جناب جاوګرو بیانو ته لاسونه وپړکوي. له تنظیم نه يې ږيره خریلي کارکوونکي دسنتو دترک په وجه به يې شړل، او هغه مهال يې داشغال په اړه دا دریځ هم ظاهرا اعلاناوه چې که زه او عبد الستار ( مشر ځوی یی) یوازې هم پاتې شو، نو دبیننسوان پروسه به ونه منم، او دې ته ورته نور دریځونه…
خو سبحان الله مغیر الأحوال، کله چې انسان دغرب او استعمار په چوپړ کې شي او دخپل ځان ساتنه او د نیم ګړې فاني دنیا لاسته راوړلو ته په دیني اساساتو او مقدساتو ترجیح ورکړي، بیا نو الله تبارک وتعالی يې داسې شرموي چې کله دپارلمان په دهلیز کې دښځو په منځ کې راګیر وي او دخلاصون لاره ترې ورکه وي، او کله بیا له ږیره خریلي انسانان خپل ماحول کې له خدایه غواړي چې خپل مجلس پرې ډیموکرات ښکاره کړي، او چې خبریال (رازق مامون) ترې دمصاحبې کولو غوښتنه وکړي، نو شرط ورته کیږدي چې په هیواد کې دامریکایانو دشتون په هکله به رانه پوښتنه نه کوي.
اوس تازه یو وار بیا دې تش په نامه دسولې مشورتي جرګې په ریاست کې هغه مهال رب ذو الجلال وشرماوو چې کله د یو کمیسیون مشرې چې دسر نیمایی ویښتان يې لوس ول او ښکاریدل، او پتلون يې اغوستی وو، او دکابل دښاریانو په اصطلاح سر پتلوني (تقریبا یو لویشت توکر دپتلون دپاسه) را کش کړې وه، نو کله چې ستیج ته راځي جناب جهادي رهبر یې په خپلو سترګو بدرګه کړي او کله چی له خپلو خبرو خلاصه شي بیا ورته چکچک هم وکړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (اذا لم تستح فاصنع ما شئت). چې حیا‌ء دې لاړه بیا چې څه دې زړه غواړي هغه کوه…..

Related posts