جون 17, 2019

د کوچني اختر د لمانځه طریقه

د کوچني اختر د لمانځه طریقه

جبیر افغان

لومړی دي نیت وکړي:
(نیت کوم د زړه له اخلاصه، لمونځ کوم دوه رکعته واجب د اختر، سره د شپږو تکبیرونو، په دې حاضر وخت د څاښت، خاص خدای تعالی لره، اقتداء مي ده په دې حاضر امام پسي، مخ مي دی پر لوري د کعبې شریفي، الله اکبر!)

امام له تکبیر ویلو وروسته لاسونه تړي او ثناء وایي، مقتدی به هم تکبیر وایي او لاسونه به تړي. له دې وروسته درې زائد تکبیرونه دي:
• لومړی تکبیر دي ووایي لاسونه دي تر غوږونو پوري پورته کړي او بیا دې ایله کړي.
• د دوهم تکبیر سره لاسونه تر غوږونو پوري پورته کیږي او بیا ایله کیږي.
• د دریم تکبیر سره به هم لاسونه پورته کړي خو داځل به لاسونه تر نامه لاندې وتړي.
له هغه وروسته امام قرآئت وایي او بیا رکوع او سجده کوي چې دا رنګه لومړی رکعت بشپړ شو.
دوهم رکعت ته د پورته کېدلو سره سم امام قرآئت وایي او له قرآئت وروسته رکوع ته له تللو مخکي درې زائد تکبیرونه دي:
• د لومړي تکبیر سره دي لاسونه غوږونو ته پورته او بیا ایله کړي.
• د دوهم تکبیر سره دي هم همداسي وکړي.
• د دریم تکبیر سره دي هم لاسونه پورته او بیا ایله کړي.
له دې وروسته دي د لاسونو له پورته کولو پرته تکبیر ووایي او رکوع ته دي ولاړ شي. نور لمونځ د عامو لمونځونو په څير دی کوم فرق ورسره نه لري او خپل لمونځ دي مکمل کړي.
د اختر له لمانځه مخکي یې ښه شیئر کړئ تر څو ټولو مسلمانانو ترې استفاده وکړي. جزاکم الله خیرا

Related posts