اګست 24, 2019

د عیدالفطر ځیني احکام

د عیدالفطر ځیني احکام

جبیر افغان

لومړی:
د اختر د لمانځه لپاره د صفایي تیاري کول او له شته جامو څخه غوره اغوستل. امام مالک رحمه الله په خپله مؤطا کې له نافع څخه روایت کوي چې:« حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله تعالی عنهما به د کوچني اختر په ورځ عیدګاه ته له تللو مخکي غسل کاوه» د دې حدیث اسناد صحیح دی. علامه ابن القیم رحمه الله فرمایي:«عبدالله ابن عمر رضي الله تعالی عنهما چې د سنت ډېر زیات پابند ؤ، له هغه څخه دا ثابت دي چې د اختر په ورځ به یې عیدګاه ته له تللو مخکي غسل کاوه».[زادالمعاد،ج:۱، ص:۴۴۲]
همداراز له حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه ثابت دي چې د اخترونو لپاره به یې غوره جامې اغوستلې. حافظ ابن حجر رحمه الله فرمایي:«ابن ابي الدنیا او امام بیهقي رحمهما الله په صحیح سند سره له حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه رانقل کوي چې په اخترونو کې به یې له خپلو جامو څخه غوره جامې اغوستلې».[فتح الباري،ج:۲،ص:۵۱]
دوهم:
د کوچني اختر په ورځ عیدګاه ته له تللو مخکي سنت دي چې تاق عدد خورما(کهجوري) وخوړل شي، بیا که هغه درې وي، که پنځه او که له دې زیاتي وي، خو چې تاق عدد وي. د حضرت انس بن مالک رضي الله تعالی عنه حدیث دی، هغه فرمایي چې:«رسول الله صلی الله علیه وسلم به د کوچني اختر په ورځ نه وتلو، تر داسي چې خورماوي به یې وخوړلې او هغه به یې تاق عدد خوړلې».[اخرجه البخاري]
دریم:
د اختر په ورځ په لوړ اواز سره تکبیر لوستل او د مېرمنو لپاره په ټیټ غږ لوستل له کور څخه تر عیدګاه پوري سنت دي. د حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله تعالی عنهما حدیث دی چې :«رسول الله صلی الله علیه وسلم به په اخترونو کې عیدګاه ته وتلو… نو په تهلیل(لااله الاالله) او تکبیر(الله اکبر) سره به یې خپل غږ اوچتوی.»[ دا حدیث د خپلو نورو شواهدو له امله صحیح دی]
له نافع څخه روایت دی چې :«ابن عمر رضي الله تعالی عنهما به چې کله د کوچني او لوی اخترونو په ورځ عیدګاه ته تللو، نو تر عیدګاه پوري به یې په لوړ غږ تکبیر لوستلو، بیا به یې تر هغه تکبیر لوستلو چې امام به راتی او بیا به یې د امام د تکبیر سره هم مهاله هم تکبیر وایه»[اخرجه الدار قطني بسند صحیح]
او د تکبیر کلمې له حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله تعالی عنه څخه داسي رانقل شوي دي چې په ایام تشریق کې به یې تکبیرونه داسي لوستل:«الله اکبر، الله اکبر، لااله الاالله، و الله اکبر، الله اکبر، و لله الحمد»[اخرجه ابن ابي شیبة بسند صحیح]
پاملرنه: په اجتماعي توګه په یوه آواز سره تکبیر لوستل بدعت دی، نه خو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه او نه یې هم له صحابه کرامو څخه ثابت دی، صحیح طریقه داده چې هر یو دې یوازي یوازي وایي.
څلورم:
عیدګاه ته پلي (پر پښو) تلل سنت دي، د حضرت علي کرم الله وجهه د حدیث له وجي چې هغه فرمایي:«له سنت څخه یو دا هم دی چې انسان عیدګاه ته پلی ولاړ شي»[اخرجه الترمذي، او حدیث د نورو شواهدو له امله حسن دی]
پنځم:
دا هم سنت دي چې پر کومه لاره عیدګاه ته تللی وي پر بله لاره ترې کور ته راستون شي. د حضرت جابر رضي الله تعالی عنه حدیث دی هغه فرمایي:«کله چې به د اختر ورځ وه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به (عیدګاه ته د تللو او بیرته راستنېدلو)لاره بدلول»[اخرجه البخاري]
شپږم:
د لمر له راختلو بلکي له ښه اوچتېدلو وروسته د اختر د لمانځه مشروعیت. د اختر لمونځ دوه رکعته دی. امام به په جهر سره قرآئت وایي ، په لومړي رکعت کې له سورة الفاتحه وروسته(سورة الاعلی) او په دوهم رکعت کې (سورة الغاشیة) یا په اول رکعت کې (سورة ق) او په دوهم کې (سورة القمر) لوستل سنت دي. دلائل یې په لاندې ډول دي:
۱…: له حضرت نعمان بن بشیر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په جمعه او اخترونو کې (سبح اسم ربک الاعلی) او (هل اتاک حدیث الغاشیة) لوستل[اخرجه مسلم]
۲…: له عبید الله بن عبدالله رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چې عمر بن الخطا ب رضي الله تعالی عنه له ابو واقد اللیثي څخه پوښتنه وکړه چې:«رسول الله صلی الله علیه وسلم به په کوچني او لوی اختر کې (د کومو سورتونو) قرآئت کاوه؟» هغه وویل:« په دواړو اخترونو کې به یې ق والقرآن المجید او اقتربت الساعة وا نشق القمر لوستلو»[اخرجه مسلم]
۳…: له حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی هغه فرمایي:« ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر، عمر او عثمان رضي الله تعالی عنهم سره د کوچني اختر لمونځونه اداء کړي دي، هغوی ټولو به لمونځ له خطبې مخکي کاوو.»[اخرجه مسلم]
اوم:
که په لومړۍ ورځ خلګ له زوال وروسته خبر شي چې نن ورځ د اختر ده، نو صبا ورځ دي د اختر لمونځ اداء کړي. په یو روایت کې رانقل شوي دي چې:« یوه قافله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ګواهي یې ورکول چې مونږ پرو ن ورځ میاشت ولیدل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم وکړ چې روژې ماتي کړئ او کله چې سهار شي نو عیدګاه ته دي ولاړ شي[اخرجه اصحاب السنن و صححه البیهقي، والنووي، وابن حجر، وغیرهم]
نهم:
یو بل ته د اختر مبارکي ورکولو کې هیڅ حرج نشته او خلګ دي داسي ووایي(تقبل الله منا ومنک) الله تعالی دي زمونږ او ستاسي نیک اعمال قبول کړي. ابن الترکماني وایي چې په دې باب کې یو جید حدیث شته او هغه د محمد بن زیاد حدیث دی، هغه فرمایي:« زه د ابوامامة الباهلي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نورو صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم سره وم، کله چې به هغوی له عیدګاه څخه راستانه شول، نو ځینو به ځینو نورو ته ویل:«تقبل الله منا ومنک» الله تعالی دي زمونږ او ستاسي نیک اعمال قبول کړي.»[امام احمد بن حنبل رحمه الله وایي د دې حدیث اسناد جید دی. الجوهر النقي،ج:۳، ص:۳۲۰]
لسم:
د اختر ورځ د خوشحالۍ او پراخۍ ورځ ده، له حضرت انس بن مالک رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی، هغه فرمایي:«رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته راغی او د مدینې خلګو دوې ورځي ځانګړي کړي وې چې په هغو کې به یې لوبي کولې. رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې دا دڅه شي دوې ورځي دي (چې تاسي پکي لوبي کوئ)؟خلګو ورته وویل: په دې دوو ورځو کې به مونږ په جاهلیت کې لوبي کولې. مبارک علیه الصلوة والسلام وفرمایل: الله تعالی ستاسي دغه دوې ورځ له دې څخه په دوو نورو غورو ورځو بدلي کړې او هغه د عیدالفطر او عید الاضحی ورځي دي.»[اخرجه احمد بسند صحیح]
یولسم:
مسلمانه وروره! کوشش وکړه چې په دغو ورځو کې په هغو کارونو کې واقع نشې په کومو کې چې دشریعت مخالفت لازمیږي لکه څنګه چې یې ځیني خلګ کوي چې حرام ښایست او ښکلا اختیاروي لکه ږیره خریل، د سندرو ناروا محفلونه جوړول یا ګډون پکي کول، نامحرمو مېرمنو ته کتل، د زنانه وو له کورونو څخه دباندې وتل او د نارینه وو سره اختلاط کول.
همداراز ای د غیرت څښتنه پلاره! ډډه وکړه چې په دغو مبارکو ورځو کې کورنۍ داسي لوب ځایونو ته بوزې چې نارینه او ښځينه پکي ګډ وي، او ډډه وکړه چې کورنۍ د سمندرونو غاړو یا داسي پارکونو ته بوزې چې منکرات پکي کیږي.
و صلی الله تعالی علی رسول خیر خلقه محمد وآله و اصحابه اجمعین
هیله کوم چې زما مرحوم پلار په دعاء کې درسره یاد کړئ.

Related posts