جون 17, 2019

د طالبانو له غیر مسلمانانو سره اړیکي د اسلام له نظره

د طالبانو له غیر مسلمانانو سره اړیکي د اسلام له نظره

لیکوال: مراد احمد

د ۲۰۱۹ میلادي کال د مئ میاشت په ۲۷ نېټه په مسکو کې له افغانستان سره د اړیکو د سلمي کلیزي په مناسبت یوه غونډه جوړه شوه، چې طالبانو ته هم د ګډون دعوت ورکړل شو، طالبانو یې دعوت ته هر کلی و وایو.

د طالبانو دې ګډون په دې غونډه کې د ځیني متعصبینو اشخاصو او خالي ذهن خلکو غبرګونونه را و پارول، چې روس زموږ دښمن و پر موږ یې یرغل کړی و، او په لکونوشهیدان یې راکړي دي. او اوس طالبانو د دوستۍ لاس ورکړی دی.

اوس پوښتنه داده:  چې ایا رښتیا هم طالبانو باید په دې غونډه کې ګډون نه وای کړی، او له روسیې سره اړیکی ونه لري؟

ځواب به مو داوي چې نه طالبانو د شریعت مطابق چلند وکړ. ځکه د مسلمانانو له غیر مسلمانانو سره د اړیکو اساس سوله ده، نه جګړه.

ولې چې اسلام تل د سولې او امن لورته میلان لري، نه دجګړې لورته. د نړیوال قانون پوهان هم همدا وایې چې د قومنو تر منځ فطري او طبیعي حالت د سولې او امن حالت دی.

په قران کې په ښکاره توګه ویل شوي چې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو تر منځ اساس امن دی، پرته له هغه صورته چېرته چې د یرغل او تېري د مقابلې اړتیا وي، بیا نو له ځانه د د فاع اود ژوند د بقاء په خاطر جګړه کیږي، یادا چې له کومي ممکنه حملې نه د ځان ساتلو لپاره لومړۍ حمله یوه اړتیا شي.

الله تعالی فرمایې: ( و ان جنحوا للسّلم فاجنح لها وتوکّل علي الله.) الانفال: ۶۱)

ژباړه: که دوی سولې ته مایل شول، نو ته هم ورته تیار شه او پر الله تعالي توکل وکړه.

بل ځای  فرمایې:

( ولاتقولوا لمن القی الیکم السّلام لست مؤمنا تبتغون عرض الحیوة الدّنیا فعند الله مغانم کثیرة) النساء: ۹۴)

ژباړه:  او هغه چې پر تاسې سلام اچوي، سمدستي مه ورته وایئ چې ته مؤمن نه یې. تاسي چې د دنیا څومره اسباب غواړئ، له الله تعالي سره یې خزانې دي.

بل ځای فرمایې: ( فان اعتزلوکم فلم یقاتلوکم و القوا الیکم السّلم فماجعل الله لکم علیهم سبیلا.( النساء: ۹۰)

 

ژباړه: نو که دوی له تاسې په څنګ شول، له جګړې یې لاس واخیست او تاسي ته یې د سولې او روغې جوړې لاس در اوږد کړ، نو الله تعالی تاسي ته پردوي باندي د لاس پورته کولو هیڅ اجازه نه ده کړې.

نو په ښکاره توګه ویلای شو چې اسلام مسلمانانوته د سولې، سکون، او امن لارښونه کړې ده.

او له کفارو سره جهاد او جګړه کول تر خپل اصلي سببه محدود دی. یو سبب یې:  ظلم له منځه وړل دی.

لکه الله تعالي چې فرمایې: ( اذن للّذین یقتلون بانّهم ظلموا، وانّ اللّه علي نصرهم لقدیر۰) الحج:  ۳۹)

ژباړه:  هغو خلکو ته د جهاد اجازه ورکړل شوې ده چې ظلم پرې شوی او الله تعالی د دوی په مرسته قادر دی.

دوهم سبب یې فتنه له منځه وړل. لکه الله تعالي چې فر مایې: ( وقاتلوهم حتّي لاتکون فتنة وّ یکون الدّین لله، فان انتهوا فلاعدوان الّا علي الظّلمین.) البقرة: ۱۹۳)

ژباړه: له دوی سره تر هغو وجنګېږئ تر څو چې فتنه له منځه تللې نه وي او دین ټول د الله تعالي لپاره نه وي خالص شوی،  بیا که دوی منعه شول، نو له ظالمانو پرته پر بل چا د لاس پورته کولو اجازه نشته.

او همدا رنګه رسول الله صلي الله علیه وسلم، په مکه کې دیارلس کاله سوله ایز ژوند تېر کړ په مدینه منورة کې هم که د قریشو بغاوت، او ظلم یې تر حد نه وای زیات شوی، تر پایه به سوله ایز ژوند غوره کړی وای.

پورته نصوص ته په کتو سره ویلای شو چې طالبان باید له هغو غیر مسلمانانو سره چې په جنګ کې زموږ سره نه دې ښکیل باید سوله  ییزي اړیکي ولري لکه الحمد لله چې همدا اوس طالب مشران هم په دغه دریځ دی.

او کوم چې اشغال ګر دي او تجاوز یې کړی دی باید په مقابل کې جهاد جاري وساتو تر څو اشغال پای ته ورسیږي. لکه څنګه چې روان دی. نو الحمد لله زموږ د مشرانو که نړۍ والي اړیکي دي او که جهاد دی د شریعت مطابق روان دي. نور مغرضو کړیو ته غوږ نیول پکار نه دی.

الله جل جلا له دې مې په ګران هیواد کې سوکالي او امن راولي. وما ذلک علي الله بعزیز.

Related posts