اګست 24, 2019

د رسول الله عاجزي او خاکساري

د رسول الله عاجزي او خاکساري

جبیر افغان

رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د دې چې د الله تعالی یو نازولی پیغمبر، د ټولو ا نبیاؤ سردار او د ټولو انبیاؤ امام او خاتم النبیین و، خو بیا به هم دومره له غرور، تکبر او لویي څخه پاک و، چې هیڅ اثر به یې ورباندي نه ښکارېده . ځکه چې پورتني امور ګناهونه دي او انبیاء کرام معصوم، له ګناهونو څخه پاک، مبرا او منزَه وي .
مولانا محمد ادریس کاندهلوي صاحب رحمة الله علیه په عقائد الاسلام کې لیکي چې :«انبیاء کرام له ګناهونو څخه معصوم وي، باطن یې بلکل د ګناهونو له شیانو څخه پاک وي . که کله هم له نبي څخه داسي یو امر صادر شي، چې د ګناه شائبه وي پکښي، نو دا شی د نبي له باطن څخه نه، بلکي د یو بل خارجي شي اثر دی . خپله له نبي څخه او د هغه له باطن څخه د ګناه صدور محال دی . د دې مثال داسي دی لکه ګرمي اوبه، د اوبو اصل طبعیت برودت دی په باطن کې یې حرارت او ګرمي نشته، خو په هغو کې چې کوم ګرم والی راځي، هغه د یو خارجي امر یعني اور له امله دی، چې بیرته لري کیږي . همدا خو وجه ده چې اوبه چې څومره هم ګرمي وي، خو بیا هم اور مړ کوي، دا ځکه چې د اوبو اصل طبعیت برودت یعني یخ والی دی .»
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر صدیق رضي الله تعالی عنه له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته هجرت وکړ او مدینې منورې ته راورسېدل، نو د یو نبي او د هغه د ملګري یعني ابوبکر صدیق تر منځ دومره فرق نه کېدی، چې دمدینې خلګو پېژندلی وای چې په دغو دوو کې کوم یو محمدرسول الله دی . کله چې دوی کښېناستل او ابوبکرصدیق رضي الله تعالی عنه په خپل پټو مبارک سره پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د سر له پاسه سایه جوړه کړه، نو د مدینې انصار پوه شول چې دغه دالله تعالی رسول او مهاجر نبي دی .
سره د دې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یوولس بي بي ګانې مطهرې رضي الله تعالی عنهن وې، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د عاجزۍ او خاکسارۍ له امله چې به کله کورته راغلی او وبه یې لیدل، چې د جامو کوم ځای یې شلېدلی دی، نو ستن او تار به یې واخیستل او خپله به یې هغه شلېدلی ځای ګنډی .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم غیرت، رعب او دبدبه ، سبحان الله ! د هغه خو شان بیل و. د مبارک علیه السلام د حدیث مفهوم دی چې په رعب او هیبت سره زما مرسته کړل شوې ده، یعني دښمن زما د هیبت او دبدبې له امله څو میله لري هم زما څخه بېرېږي . یوه ورځ یو سړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم مجلس ته راغلی، چې کله یې نبي علیه السلام ولید، نو د هغه دهیبت له وجي یې وږې او اندامونه رېږدېدل . خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د عاجزۍ له امله ورته وفرمایل : په ارام شه ! زه کوم پاچا نه یم، بلکي (ستاسي په څير) د یوې داسي مېرمني زوی یم، چې هغه د لاندي وچي غوښي هم خوري .(رواه ابن ماجه)
رسول الله صلی الله علیه وسلم به ډوډۍ د ډډي وهلو په حالت کې نه خوړل، بلکي په دوو ګوتو ناست و او یا به یې یو ځنګون مات کړی، پر هغه پښه ناست او بل ځنګون به یې درولی و او فرمایل به یې : زه داسي خوراک کوم، لکه څنګه چې یې یو غلام کوي(ځکه چې زه خپله هم د رب بنده یم) او داسي کښېنم، لکه څنګه چې یو غلام کښېني . یعني ډوډۍ ته د متکبرینو،پاچاهانو یا سردارانو په څير ډډه وهلی یا کوم بل فاخره انداز سره نه کښېنم، بلکي خپل رب ته عاجزي کوم، لکه څنګه چې یو غلام د خپل بادار په مخکي په ادب او عاجزۍ سره ناست وي، همداراز زه دخپل پروردګار الله عزوجل پر وړاندي عاجزي او خاکساري کوم .
الهي ! ته خو مو ستا د دې ګران محبوب پر پله روان کړې او د محشر په ورځ مو د ده د مبارک لاس د کوثر جام او د ده شفاعت نصیب کړې .

Related posts