اګست 20, 2019

طالب مشران او لوڅ سرې انجونې

طالب مشران او لوڅ سرې انجونې

 

فاتح افغان

د اسلامي امارت دښمنان تل په دې لټه کې وي چې د اسلامي امارت په مشرانو کې کومه داسې نيمګړتيا او عيب پيدا کړي ترڅو د هغوی د بدنامۍ لپاره ترې استفاده وکړي او په دې توګه ورباندې د مجاهدينو او افغان ولس باور زيانمن کړي او نهايتا دغه واحد او نه ماتيدونکي جهادي صف ته صدمه ورسوي.

ددې موخې لپاره دوی له هيڅ ډول پروپاګند او بې ځايه نيوکو څخه دريغ نه کجوي د بيلګې په توګه مسکو ته د طالب پلاوي په سفر باندې د نورو نيوکو ترڅنګ يوه نيوکه دا وه چې طالب مشرانو د کنفرانس په څنډو کې د داسې ښځينه ژورنالستانو پوښتنې ځواب کړې او له هغوی سره يې مصاحبې ترسره کړې چې سرونه يې لوڅ دي او غير محتشم لباس يې په تن او نيمه عريانې وې.

دغې شبهې ته ډيره هوا ورکول شوه د فيسبوک له ګڼ شمير پوسټونو نيولې په ځينې سايټونوکې په بې هوده ليکنو هم بدرګه شوه.

سره له دې چې د دې شبهې رکاکت او ضعف د اسلامي امارت له پلويانو زيات د اسلامي امارت دښمنانو ته ښه واضح دی او د خنثی کولو لپاره يې ځينې ملګرو او حتا ځينې مخالفانو هم قناعت بخش دلائل وړاندې کړل او دغه نيوکه يې بې ځايه وګڼله.

په همدې موخه ما هم قلم راپورته کړ چې په مختصره توګه له شرعي پلوه دې نيوکې په رد کې مختصر يوڅه وليکم.

بناء د الله تعالی په مرسته وايم چې د اسلامي شريعت له مخې کفار له ايمان راوړلو وړاندې د اسلامي اوامرو په تعميل مکلف نه دي، له اسلامي اوامرو څخه يو هم د حجاب حکم دی چې په قرآن کريم کې ورباندې مسلمانې ميرمنې مخاطب کړل شوي الله جل جلاله فرمايې:

{يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُوراً رَّحِيماً }الأحزاب59

ژباړه: (ای پيغمبره!) خپلو میرمنو او لوڼو او د مؤمنانو میرمنو ته ووایه چې پخپل ځان باندې د ټيکریو پلوونه خواره کړي، دا ډيره مناسبه کړنه ده، ترڅو چې هغوی وپيژندلای شي او ونه ځورول شي، الله تعالی بښونکی او مهربان دی.

 

همدغه راز طالب مرکچيان هم مکلف نه دي چې لوڅ سرو روسيو ښځو ته پړوني ورپه سر کړي او له حيا ډک لباس ورواغوندي، البته په دې مکلف دي چې د خپلو نظرونو ساتنه وکړي چې هغه کار الحمد لله زموږ مشرانو په احسنه طريقه سره کړی ده.

د کفارو تبرج او بې حيايي اوسنی نه ده او نه ورسره د مسلمانانو مخ کيدل څه نوې خبره ده.

د مشهور تابعي حسن بصري رحمه الله ورور سعيد بن ابي الحسن رحمه الله مجاهد و، هغه د خپلو جهادي سفرونو په ترڅ کې داسې سيمو ته هم ورسيد چې کافرو ميرمنو پکې شتون درلود، د هغوی مخونه، ويښته او سينې به يې لوڅې وې ځينې کتابونو ليکلي چې ويښته او لينګي به يې لوڅ و.

د بخاري شريف روايت دی چې سعيد بن ابي الحسن دا مشکل له خپل ورور حسن بصري سره شريک کړ او له هغه څخه يې وپوښتل: چې د عجمو ښځې سينې او سرونه لوڅ وي! حسن بصري رحمه الله ورته په ځواب کې وويل: ته ورڅخه خپلې سترګې بل لوري ته واړوه، الله جل جلاله فرمايې: نارينه مؤمنانو ته ووايه چې سترګې پټې کړي او د خپلو شرمځايونو ساتنه وکړي.

قال البخاري، رحمه الله: قَالَ سَعِيدُ بْنُ أَبِى الْحَسَنِ لِلْحَسَنِ: إِنَّ نِسَاءَ الْعَجَمِ يَكْشِفْنَ صُدُورَهُنَّ وَرُءُوسَهُنَّ! قَالَ:”اصْرِفْ بَصَرَكَ عَنْهُنَّ”. يقول الله عز وجل {قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ}

حتی په نبوي دور کې په اسلامي ټولنه کې ډيرې يهودې ميرمنې او کنيزې موجودې وې چې پوره حجاب ورباندې لازم نه و.

نو مجاهدين او افغان مجاهد ولس بايد مطمئن وي چې د اسلامي امارت مشرانو انحراف نه ده کړی، نه يې له لڅو ښځو سره يادګاري انځورونه اخيستي او نه يې سيلفيانې ورسره ويستلي، يوازې مصاحبې او خبرې چې هغه د مقدس جهاد مبرم ضرورت دی، ترڅو د مظلوم ولس د مظلوميت ږغ د نړۍ تر ولسونو ورسيږي.

له دې ورهاخوا روسيو انجونو ته د پړونو ورپه سرول نه د طالبانو مسؤوليت دی نه ورباندې مکلف دي او نه يې وس لري.

په پای کې له الله تعالی څخه سوال کوو چې د اسلامي امارت د مرکچيانو د ايمان، جهاد او اعمالو ساتنه وکړي، په برحق موقف ثبات ورته نصيب کړي، دليل يې قوي او په روح القدس يې تاييد وکړي، دښمن يې ورته مرعوب، مغلوب ذليل او سرټيټی کړي او په دې ځوريدلي ولس ځانګړی رحم وکړي، د سولې له ستر نعمت څخه يې برخمن او څلويښت  کلن جهاد يې له ثمراتو او لاسته راوړنو مالامال وګرځوي.

Related posts