اروزګان: ۱۲ هرکلی ویونکي سرتیري، د امریکایي پوځیانو لخوا ویشتل شوي

 

عزم (چهارشنبه، ۸،غبرګولی،۱۳۹۸)

راپورونه وایي چې د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند دشاه منصور کمربند سیمه کې یو شمیر اربکي قوماندانان هغه مهال د بهرنیو پوځیانو لخوا په نښه شوي، کله یې چې غوښتل په ساده جامو کې د امریکایانو هرکلی وکړي.

خبر زیاتوي، یادو اربکیانو د امریکایانو له ورتګ سره سم د زیاتې خوښۍ له امله هوایي ډزې کړې، چې امریکایانو ورباندې د طالب وسلوالو ګمان کړی او ۱۲ تنه یې ځای پرځای وژلي دي.
سمیزې خبري سرچینې وایي، په وژل شویو کې ۴تنه داربکیانوقومندانان او ۸ تنه نور اربکیان شامل دي.

د سرچینو په وینا،له امریکایانو سره په دغه برید کې ځانګړو افغان ځواکونو هم مرسته کړې چې په ترڅ کې یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
تر اوسه د اروزګان سیمیزو چارواکو او د ناټو د غوڅ ملاتړ ویاندویانو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې بهرنیان د خپلو ملاتړو افغان ځواکونو پر وړاندې پر دا ډول اقدام لاس پورې کوي، تر دې وړاندې امریکایانو د هیواد په مختلفو ولایتونو کې اربکیان ، د ملي اردو سرتیري او پولیس بمبار او یا هم مخامخ په نښه کړي دي ؛ په داسې حال کې چې د ګډحکومت مشرتابه یې پر وړاندې د هیڅ کوم غبرګون جسارت نه دی کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close