اګست 24, 2019

غالۍ اوبدونکي حکومت په ناپاملرنې تورنوي

غالۍ اوبدونکي حکومت په ناپاملرنې تورنوي

عزم(چهارشنبه، ۰۸غبرګولی، ۱۳۹۸): د افغانستان غالۍ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې خپل مینه‌وال او ښه بازار لري، خو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ګډ حکومت له لوري غالۍ اوبدونکو ته پاملرنه کمه شوې ده، چې ورسره هم مهاله د غالیو په صادراتو کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، حکومت په ځینو ولایتونو کې غالۍ اوبدونکو ته ځینې اسانتیاوې برابرې کړي، خو څنګه چې لازمه ده هغسې امکانات نه دي ورکړل شوي.

د دې وزارت مرستیال ظهیرالدین شېرزی وايي، غالۍ د هېواد په مهمو صادراتو کې حسابېږي، خو د نامعلومه دلایلو له مخې د غالۍ اوبدونکو شمېر ورځ تر بلې کمېږي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې بلخ غالۍ اوبدونکو هم ویلي وو، چې د حکومت نه پاملرنې له زرګونه کسانو د غالۍ اوبدل پرېښي دي.

د افغانستان غالۍ اروپا، امریکا، اسټرالیا او کاناډا ته هم صادرېږي او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې ښه بازار لري.

Related posts