جون 17, 2019

ملا برادر آخند، له تاړاکونو راوتلی طالب مشر  

ملا برادر آخند، له تاړاکونو راوتلی طالب مشر  

قاري حبیب

د غرني روزګان ددهراود ولسوالۍ په دیوان ورخ کلي کې زیږیدلی، ملا عبدالغني هغه کلیوال طالب و چې د شوروي ضد جهاد په مهال یې په روزګان کې د خرپ او ترپ په جهادي حملو قناعت نه کیده، نو ځکه د معرکو او مخامخ جګړو تاوده ډګر کندهار ته لاړ،  تر څو له شووري یرغلګرو سره په مخامخ جګړو جهادي تنده ماته کړي. ملا عبدالغني برادر د ملا محمد عمر مجاهد، ملا نیک محمد او ګڼو نورو په شان د هغو طالبانو له جملې و چې د تودو معرکو شوق له روزګانه کندهار ته راوستي و او دلته یې د کندهار ــ هرات لاره د روسي ټانګونو په هدیره بدله کړې وه.

ملا عبدالغني په همدې کلونو کې په ملا برادر مشهور شو. چې د ملا محمد عمر مجاهد سره یو ځای یې په کندهار کې د کمونیست رژیم د سقوط تر وخته جهاد ته دوام ورکړ او وروسته دواړو د کندهار د ژړۍ په سنګ حصار سیمه کې درس او امامت پیل کړ.

کله چې ملا محمد عمر مجاهد د ټوپکیزم او تنظیمي هرج و مرج په خلاف قیام وکړ ملا برادر آخند یې له تر ټولو نږدې ملګرو څخه و. د طالبانو د حاکمیت په کلونو کې هم مشر ملاصاحب همیشه ملا برادراخند ته مهم وظائف سپارل او په تحریک کې دوهم بانفوذه شخص یادیده. راځئ دلته په تیرو اتلسو کلونو کې د ملا برادر آخند د ژوند د څو صحنو ننداره وکړو. تر څو پوه شو چې دغه د ماسکو په کانفرانس کې د نړیوالو آژانسونو د کیمرو په وړاندې په هسکه غاړه ولاړ طالب له کومو تاړاکونو بریالی راوتلی او په خپل فولادین عزم یې د کومو توپانونو څپې ماتې کړې دي.

د کندهار وروستی ساتونکی

د امریکایي ولسمشر جورج بوش په قومنده نږدې ټوله نړۍ په افغانستان راوبلوسیده، په طالبانو د تاریخ تر ټولو ستر پوځي ایتلاف برید وکړ. زړورو طالبانو تر یوې میاشتې حیرانوونکی مقاومت وکړ او وروسته یې چې په کیمیاوي او زهري بمبارونو قتل عام پیل شو نو مصلحتا شاتګ یې وکړ. د یوې نیمې میاشتې په جریان کې د جګړې کرښه تر کندهاره راورسیده. یوازې د کندهار ولایت او ځیني څنګلورې سیمې پاته وې چې د ملا محمد عمر مجاهد په مخامخ قومنده د ملا برادر اخند غوندې نه ماتیدونکو مجاهدینو یې دفاع کوله. د یرغل او بمبارونو په همدې اوج کې مشر ملاصاحب ملا برادر اخند ته قومنده ورکړه چې د روزګان په مرکز ترین کوټ برید وکړي چې امریکایانو او کرزي نیولی و. ملا برادر اخند مجاهدین را یوځای کړل او د روزګان په خوا یي تشکیل وکړ. کله چې کرزي او ورسره د سي آی اې کومانډویانو د ملا برادر کاروان ولید چې په ډیره چټکی ترین کوټ ته نږدې کیږي نو له وارخطایي یې که یو خوا د تیښتې لاره ونیوه بل خوا یې امریکایي الوتکې را وغوښتې. امریکایي الوتکو ترین کوټ ته نږدې د ملا برادر اخند کاروان بمبار کړ. لسګونه موټر او په کې سپاره مجاهدین شهیدان شول. ملا برادر آخند له هغو محدودو طالبانو څخه و چې له بمباره ژوندی ووت او کندهار ته راستون شو.  له دې بمبار څو ورځې وروسته کرزی د امریکایانو په ملتیا شاولي کوټ ته راغی.دغه وخت کندهار په سخت وضعیت کې و. ګل اغا شیرزی د جنوب او ختیځ لخوا د هوایي ډګر پيڅو ته رارسیدلی و. امریکایانو په ریګ کې مؤقت هوایي ډګر فعال کړی او په کندهار یې پرلپسې بریدونه کول، د ټولې نړۍ د طاغوتیانو یرغلیز ځواک په کندهار ښار راټول و. خو لا هم د ملا محمد عمر مجاهد، ملا برادر آخند،ملا اختر محمد عثماني، ملا عبدالرزاق نافذ، ملا اختر محمد منصور او ملا غلام نبي جهاد یار په شان د ایمان او متانت د خاوندانو عزم دا نه منله چې د نړیوال کفر په وړاندې وسله وغورځوي. دوی د خپلو مټو وروستی توان هم وکاراوه او د خپلو وینو وروستي څاڅکې یې هم نذرانې ته وړاندې کړل. په همدې یرغلیز حالت کې چې طبعا حوصلې ماتې او مورال په تزلزل وي، ملا برادر اخند د یوه بل برید ترتیب ونیو. نوموړي له شاولیکوټه د کرزي او امریکایانو د په شا تمبولوپه تکل یو ځل بیا له کندهاره تشکیل ویوست خو شاولیکوټ ته نارسیده یو ځل بیا امریکایي الوتکو پرې بمبار وکړ، دنوموړي موټر ولګید، خپله ټپي شو او تاریخي کندهار یې په داسې حال کې پریښود چې نور یې بې سیکه او زخمي بدن د متین عزم فرمایشات نه شوای پر ځای کولای.

له آزمونونو سره ډغرې

ملا برادر آخند د کندهار له سقوط وروسته خپلې سیمې دهراود ته لاړ، څه موده یې په خپل کلي دیوان ورخ کې پټ ژوند وکړ، خو چې کله امریکایان پرې خبر شول په دې سیمه کې یې پسې تلاش پیل کړ، نوموړی مجبور شو او چارچینو ته لاړ. د ۱۳۸۱ کال په پسرلي کې هغه وخت چې نوموړي د چارچینو په کشي ناوه کې پټ ژوند کاوه امریکایانو یې ځای کشف او چاپه یې پرې ووهله. په کلي څرخکې کوزې شوې او عسکرو کلی محاصره کړ خو ملا برادر اخند له امریکایانو سره د ډزو له تبادلې وروسته په داسې حال کې له محاصرې ووت چې په ورانه کې په امریکایي مرمۍ لګیدلی او ټپي شوی و. په دې چاپه کې امریکایانو پنځه تنه عام وګړي شهیدان او تردیرشو ډیر کسان ونیول. دا وخت چې امریکایانو ملا برادر اخند پرلپسې تعقیباوه، په نوموړي یې انعام ټاکلی و او حتی له الوتکو یې د نوموړي دنیولو په مقصد تبلیغاتي پاڼې غورځولې. ملا برادر اخند له چارچینو د هلمند زمینداور ته لاړ او هلته یې په اذان ناوه کې دخپل یوه مجاهد ملګري په کرونده کې په باوړۍ باندې واړول او کور یې هم دلته را انتقال کړ.

د یرغل په هغو سختو کلونو کې ملا برادر اخند چې د طالبانو د دوهم شخص په حیث امریکایانو ته سخت مطلوب و، دې ناسازګارو حالاتو یې جهادي عزم کمزوری نه کړ، پرلپسې له مجاهدینو سره په ارتباط او د امریکایانو خلاف د جهادي قیام په ترتیباتو بوخت و، په زمینداور کې له څه مودې تیرولو وروسته د فراه خاک سفیدته لاړ چې بیا یي ډیره موده هلته ژوند وکړ تر دې چې د ملا محمد عمر مجاهد لخوا د یو صوتي پیغام په توسط د خپل نائب په حیث مقرر او له شهید ملا عبیدالله اخند سره په ګډه یې د امریکا په خلاف د جهادي عملیاتو د مخامخ قومندې مسؤلیت په غاړه واخیست.

ملا برادر اخند د ۲۰۱۰ م کال تر لومړیو پورې د امریکا خلاف د جهاد مخامخ مشري په غاړه درلوده. د ۲۰۱۰ کال په ژمي کې چې امریکایانو د اوباما د ستراتيژۍ له مخې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر تر ټولو لوړې کچې ته ورساوه او بیا یې د مارجې ستر عملیات پيل کړل، په طالبانو د څو جانبه فشار واردولو لپاره یې د پاکستان د حکومت په همکارۍ ملا برادر اخند ونیو او د پاکستان زندان ته ولوید.

په پاکستان کې دزندان ۹کلنه مرحله د نوموړي د ژوند یو بل ستر آزمون و چې نوموړی ترې د الله تعالی په مرسته په جګو سترګو بریالی راووت. د کابل رژیم ، امریکا او پاکستاني حکومت څو څو ځله کوښښ وکړ چې نوموړی د خپلو شومو عزائمو لپاره استعمال کړي، خو له هرڅومره فشارونو او ربړونو سره سره دې هدف ته ونه رسیدل. تر دې چې بالاخره دمجاهدینو د قربانیو په برکت حالات ته دې ورسیدل چې امریکا د تیښتې اراده وکړي او ځان ته د بیني خمیري د موندلو لپاره له طالبانو سره د مذاکراتو بهیر پیل او ملا برادر آخند راخوشی کړي.

د ماسکو په کانفرانس کې

نن چې ملا برادر آخند د ماسکو په کانفرانس کې ګډون کوي، دې کانفرانس ته حامد کرزی، عطا محمد نور، پاچا خان ځدراڼ او ډیر نور هغه هم راغلي دي چې د امریکایي تهاجم اشرباڼي او د شاشجاع په رول کې یې له پردیو یرغلګرو سره د افغانستان په اشغال کې مرسته کوله. اتلس کاله وړاندې دغو اشخاصو چې ډیری یې جهادي سابقه هم لري، د متعال رب پر ځای پر امریکا تکیه وکړه. د الله تعالی د نصرت وعدې یې هیرې او د بوش او بلیر له فرعونیت څخه مرعوب شول. خو بالمقابل د ملا برادر آخند په شان د ایمان خاوندانو په حبل الله المتین باندې منګولې ټینګې کړې. هر وړ سختیو او ستونزو ته یې تن ورکړ، ځان، مال او اهل و عیال یې له خطر سره مخامخ کړل، خو ددین رسۍ یې خوشې نه کړه. الله تعالی دوی ته د دې استقامت په بدل کې نه یوازې اخروي بلکې دنیوي عزت او منزلت هم ورکړ.

نن د ماسکو په کانفرانس کې خبریالان په کرزي او عطا نور خبرو ته نه، بلکې د ملا برادر آخند خبرو ته تږي دي. په ملابرادر آخند پسې کیمرې او مایکونه ځغلوي. ملا برادر آخند د یوه سوچه او خدای پال افغان له موقفه نه یوازې د افغان اولس د جهاد او میړانې سمبول دی بلکې د نړۍ ګبڼۍ نیولو او له امریکا مرعوبو پرګنو ته د آزادۍ، سرلوړۍ، عزت او رشادت الهامونه بخښي.

الله تعالی ته دعاء کوو چې دغه د وقار او سرلوړی سمبول ته په برحق موقف د نور استقامت توفیق هم ورنصیب او په خپل حفظ او امان کې وساتي. آمین یا رب العلمین

Related posts