جون 17, 2019

د کرنې وزارت په ۴ ولایتونو کې د پستې ۱۴۰۰۰نیالګي وېشي

د کرنې وزارت په ۴ ولایتونو کې د پستې ۱۴۰۰۰نیالګي وېشي

عزم(سه شنبه، ۰۷غبرګولی، ۱۳۹۸): د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په پام کې لري چې په ۴ ولایتونو کې د پستې ۱۴۰۰۰نیالګي ووېشي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، بلخ، سرپُل، جوزجان او سمنګان هغه ولایتونه دي، چې د پستې د نیالیګو د وېش لړۍ به پکې پیل کړي.

د ده په خبره، د بڼوالو د اقتصاد د پیاوړتیا په هدف په یادو څلورو ولایتونو کې د پستې نیالګي وېشي.

«په تېرو درې څلور کلونو کې د کرنې وزارت یو پروګرام د پستې د بڼونو جوړول وو، چې په ۱۴۰ ولسوالیو کې یې نتیجه ورکړې ده، په تېره کې د پستې بڼونونه په وحشي ډول موجود وو، خو اوس دغه وزارت د پستې په بڼونو کار پیل کړی او نتیجه یې هم ورکړې ده.»

دی وايي، تراوسه یې په ۲۹زره جریبه ځمکه د پستې بڼونه جوړ کړي، چې یوازې لس زره جریبه په شمال کې دي.

د افغانستان مهم صادرات وچې او تازه مېوې، طبي بوټي، زعفران او غالۍ دي، چې پسته یې هم په سیمه کې ښه بازار لري.

Related posts