شېرزادو بوږنوونکي عمليات!/ وحيدالله مصلح

ما پخوا هم ويلي وو چې دلته د موقفونو ويش ډېر خراب روان دی، څوک يواځې په کليو کې وژنې غندي او څوک يوازې په ښارونو کې، لومړی خو دا چې ايا يوازې پر غندنو کار کېږي؟ خو که د ولسي کرکې په حد کې يې تعبير کړو نو يو باوجدانه افغان ته په کار دي چې د دې جنګ قرباني افغان په ننګه د جنګ لوريو ته د سولې پيغام ورکړي او د دې جنګ د ملي ضرر او تاوان پوهاوی وکړي… دغه لوی مسئوليت په پره دارو غندنو نه کېږي، دا جنګ په پلوۍ نه درېږي او دا پلويتوبونه دې جنګ ته مساعد چاپېريال چمتو کوي.

دا په ځلونو غوغا ګډه شي چې ولسمشره دا قطعه دې درسنبال کړه، خو د هغه په شاوخوا د داسې مترقي زلمو کړۍ ده چې هغه ته د ولس دا غير مترقي غږ په کې فلټر کېږي، او که چېرې د ولس دا غږنه فلټر کېږي نو بيا خو پر دا ټوله وينه د ولسمشر رضايت ډېر بوږنوونکی دی!

د دروغو بنډلونه!

هر ځل بمبارډ وشي، صفر دوه قطعه لاړه شي او بسته کور هلاک کړي، تېرو ورځو کې يې چې په چپرهار کې د مولوي نوراغا کور وران کړ، او هغه يې له ځوانو زامنو سره وواژه، هلته فېسبوک چلوونکو ويل چې دوی ترهګر وو، سره له دې چې ښاري پوليسو په خورا اسانه دغه ترهګر په عام پوليسي جلب نيولی شول، خو نه يې کول، خو دا نن چې په شېرزادو او خوګياڼو کې کوم غم دی؟ دا څرنګه کوردېناتونه دي؟ ايا دا کوچنيان هم ترهګر وو؟ هغه کليواله ساده مېرمن چې په کې ووژل شوه؛ هم ترهګره وه؟ هغه لېونی شهيد شوی هم ترهګر و؟ د خدای لپاره په سترګو مه ننوځئ، دروغ حد لري، له ځانونو مو بنډليان جوړ کړي، مصرف پرې نه راځي او همداسې يې په خاښيو بادوئ…

حکومته! دغسې کړنې د تره کي او امين دي او دا کړنې د کارمل او نجيب دي، هغوی په خپلو دغسې ړندو کړنو دا ولس د کسات پر وژونکې کرښه ودراوه او ته تاريخ ولوله؛ چې د ولس په کسات کې هغوی بيا شورويانو ونه شول ساتلی…

له پلټنو کرکه!

حکومته! نور دا ولس د دغسې پېښو د پلټنو له نومه کرکه کوي، نور پر پلټنو باور او اعتبار ورک شوی… لږ خو د دا لسګونو پلټنو نتيجه هم وښايه! دا پلټنې ولې وشي او ولې ورکې شي؟ د پلټنو دا پايلې يې چېرې غېبې شي؟ په هر صورت که ته پلټنې وکړې او که نه، ولس ته دا هر څه ښکاره دي، هغوی هر څه څاري او هغوی د هر څار پايله خپله راباسي…

والله چې ستړي شوي يوله دې غندنو، ورک دې شي دا جنګ چې په هر طرف کې د افغان جاله په کې ورانه ده، داسې جنګ چې په هره غاړه کې د يو زلمي پر مرګ بسته کورنۍ خواره شي، اولاد بې تعليمه شي، ځوانه مېرمن کونډه شي او مور د لمسو لپاره خير ته کېني…

مونږ په يو خورا پېچلي جنګ کې ايسار يو، خدای به دا جنګ ختموي خو که مونږ په خپله وغواړو او عزم وکړو چې دا جنګ ختم کړو…

افغانان نور سوله او عزت غواړي، خونديتوب او کراري غواړي، مونږ دې په نس وږي يو خو د عزت او مصئونيت ژوند دې ولرو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close