اګست 24, 2019

د لیلة القدر د موندلو اسانه طریقه، اعتکاف

د لیلة القدر د موندلو اسانه طریقه، اعتکاف

جبیر افغان

هسي خو د روژې په ټوله مبارکه میاشت کې زیات خیر او برکت شته، مګر د دې د آخري عشرې اړوند د قرآن کریم په سورة القدر کې الله تعالی فرمایي:
«لیلة القدر خیر من الف شهر»
په عربي کې «الف» زر او «شهر» میاشتي ته وایي. یعني د قدر شپه له زرو میاشتو څخه غوره ده او زر میاشتي ۸۴ کلونه او ۴ میاشتي کیږي. په عامه توګه د انسانانو عمرونه له دې څخه هم کم وي مګر د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر امت باندې خداوند کریم او رحیم دومره مهرباني کړې ده چې هر کال د خپل حبیب صلی الله علیه وسلم امت ته د قدر شپه ورپه برخه کوي چې پکي عابدین مسلمانان د تسبیح وتهلیل، تلاوت و نوافل او ذکر و اذکارو په ذریعه له ۸۰ کالو څخه هم د زیات عبادت ثواب ګټي.

د لیلة القدر د موندلو«اسانه طریقه» داده چې سړی باید په آخري عشره کې اعتکاف وکړي(که څوک اعتکاف ته کېناستلي وي هغوی دي په عبادت کې کوشش کوي او څوک چې پاتي دي، هغوی دي راتلونکی کال هڅه وکړي) دارنګه د آخري عشرې ټولي لس ورځي په پوره سکون او ډاډ سره په عبادت کې تېرولای او د قدر د شپې له خیر او برکت څخه برخمن کېدای شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هره روژه کې د اعتکاف خاص اهتمام کاوه او آخري لس ورځي (او شپې ) به یې د مسجد په یو کونج کې تیرولې. هغه صلی الله علیه وسلم به په دومره پابندي سره اعتکاف کاوه چې یو کال یې د کوم عذر له امله اعتکاف ونه کړای شو نو د شوال په لسو شپو کې بیا اعتکاف ته کېناست او په کوم کال چې یې له دې نړۍ څخه سترګي غړولې په هغه کال یې د لسو ورځو د اعتکاف پر ځای شل ورځي اعتکاف وکړ.(صحیح البخاري باب الاعتکاف)

د اعتکاف معنی ده ټیټېدل او یوازي په سکون سره کېناستل. په دې عبادت کې انسان په ریښتیانۍ توګه له خپلو، پردو، کور، ملګرو، سیاسي او کاروباري مصروفیتونو څخه غوڅ یوازي او یوازي د الله تعالی سره تعلق جوړ کړي او د هغه په کور کې د هغه د رضا لپاره ناست وي. ټوله توجه یې یوازي او یوازي د هماغه ذات لور ته وي تر څو یې پروردګار ترې راضي شي. معتکف په دې یوازیتوب او خلوت کې په توبه و استغفار، نوافل و عبادات، ذکر و تلاوت او د عا و زارۍ کې مصروف وي. که دا رنګه د اعتکاف کولو توفیق چاته ورپه برخه شي نو بیا د لیلة القدر د لټون او عبادت کول خوند بیل وي.

نبي کریم صلی الله صلی الله علیه وسلم د لیلة القدر د فضیلت او اهمیت په اړه فرمایي چې دا یوه شپه له زرو میاشتو څخه غوره ده. په دې شپه کې دي مؤمن مسلمان د هغې د خیر او برکت موندلو لپاره په پنځوا واړو طاق شپو کې په بشپړه توجه او اطمینان سره د الله تعالی ښه عبادت وکړي.د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول دی چې د روژې په میاشت کې یوه شپه ډېره غوره ده څوک چې د هغې د سعادت له موندلو څخه محروم شو هغه له هر ډول خیر څخه محروم شو(رواه انس بن مالک رضي الله تعالی عنه)
رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هم وفرمایل چې د لیلة القدر له سعادت، خیر او برکت څخه صرف بدنصیب انسان محروم کېدای شي.(ابن ماجه) په بخاري او مسلم کې حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله تعالی عنهما فرمایي چې په ټوله روژه(په خاص ډول آخري عشره ) کې په کثرت سره له اذکارو پرته د قرآن کریم د تلاوت هم باید اهتمام وشي. د نبي کریم صلی الله علیه وسلم به تل دا معمول ؤ چې هغه به ډېري ښېګڼي او سخاوت کاوه مګر په روژه مبارکه کې چې به کله جبرائیل علیه السلام راغی نو مبارک علیه السلام به سخاوت نور هم زیات کړ.
په روژه کې باید د خیر په هر کار کې بیړه او کوشش وشي ځکه چې هر نیک کار دقدر د شپې په موندلو کې معاون او رستندوی ثابتېدلای شي.

Related posts