اګست 24, 2019

څه چې افغانان فحشا ګڼي، ولسمشر ته ”پرمختګ“ ښکاري

څه چې افغانان فحشا ګڼي، ولسمشر ته ”پرمختګ“ ښکاري

خط اول:

څو ورځې وړاندې، د خاص امنیت په چارو کې د ولسمشر اشرف غني یوه پخواني سلاکار، جنرال حبیب الله احمدزي، له یوه ټلوېزون سره په مرکه کې، د نورو ادعاوو ترڅنګ، وویل چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ”فحشا ترویج“ ته کار روان دی.

دا پخوانی سلاکار، چې د ولسمشر اشرف غني نږدې کس دی او د تېرو ټاکنو په کمپاینونو کې یې د ده د ساتنې مسؤلیت هم درلود، وايي، ”ځینې وزیران، مشاورین او وکیلان … د بېځایه فحشا په ترویج کې مطلق رول لري“.

دئ همداراز وايي چې بهرني هېوادونه په دولتي ادارو او پارلمان کې د ښځو د دننه کولو او واک پراخولو هڅې کوي، چې پکې بریالي شوي هم دي، او ښځو ته څوکۍ د هغوی د اهلیت له مخې نه ورکول کیږي.

د جنرال احمدزي څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونه راپارولي دي. ځینو پخوانیو چارواکو او عامو خلکو د نوموړي پر خبرو د تایید ټاپه لګولې او ځینو نورو بیا غندلې دي.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا بیا په یوه اعلامیه کې په ارګ کې اخلاقي او مالي فساد اندېښمنوونکی بللی او له ولسمشره یې غوښتي چې په دې اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.

د ښاغلي احمدزي د ”بېځایه فحشا“ لفظ ته په کتلو سره اټکل دا دی چې نوموړی هغه څه فحشا بولي کوم چې پخپله ولسمشر، د هغه مېرمن، وزیران او سلاکاران پرمختګ، د ښځو حق او ډیموکراسي ګڼي، او ترویج یې اوسنی حکومت پر نړیوال سټېج د ځان لپاره ویاړ بولي.

 پر افغانستان باندې د امریکا د یرغل له پیل راهیسې دلته د ښځو اړوند هغه څه د زرو او زور په وسیله عملي شول چې په بهرنۍ نړۍ کې ”د ښځو حق“ خو په افغانستان کې دننه فحشا او بداخلاقي ګڼله کیږي.

د اشرف غني له ولسمشر کېدو راهیسې، د هغه د مېرمنې رولا له برکته، په دولتي ادارو کې د ښځو غیرضروري ونډه تر اندازې زیاته پراخه شوې ده. په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو له پیلېدو سره سم، دې هڅو نور هم زور اخیستی او ګڼ شمېر ښځې په کلیدي امنیتي، ملکي او سیاسي پوسټونو باندې ګومارل شوې دي. په دولت کې د ښځو د حضور په ډېرولو سره ښايي ولسمشر نړیوالو ته دا پیغام ورکوي چې که طالبان بیا راشي، د ښځو حقوق به له خطر سره مخ شي.

په حکومتي ادارو کې د مېرمنو د غیرضروري زیادت له شکه پرته اخلاقي فساد ته لار هواروي، چې څوک انکار ترې نه کوي او نړیوالو تحقیقي ادارو هم دې ته اشاره کړې ده. د پیک په نوم څیړنېزي ادارې په خپل یوه راپور کې ویلي چې د دولتي ځواکونو په لیکو کې د کارکوونکو هرو ۵ مېرمنو له ډلې یې ۴ د خپلو آمرانو او همکارانو لخوا ځورول شوې دي. دا یوازې د پوځ فیصدي ده؛ د نورو ادارو فیصدي که هم همداسې قیاس شي، ښايي مبالغه به نه وي.

 په پای کې دا ویل اړین دي، کوم څه چې افغانانو ته فحشا ښکاري، هغه د افغانانو پر سر ننني واکمنان او د هغوی غربي ملاتړي پرمختګ او مدنیت بولي، او د ترویج لپاره یې ځانګړې پروژې پیل کړې دي. تر څو چې په هېواد کې بهرني پوځونه دېره وي، تر هغو به غربي ټولنې د خپلو افغان ملګرو په وسیله د دې فحشا ترویج ته په ویاړ کار کوي – د فحشا په نوم نه، د ښځو د حقوقو او مدنیت په نوم.

Related posts