اګست 20, 2019

د ښځو سره په روژه کې غوره چلند کوئ

د ښځو سره په روژه کې غوره چلند کوئ

جبیر افغان

ښځه په پېشلمي له ټولو مخکي پورته کیږي او د کور د ټولو وګړو لپاره پېشلمی تیاروي مګر خپله تر ټولو وروسته پېشلمی کوي.
د روژې له نیولو وروسته سهار ماشومانه ته ناشته او غرمه ډوډۍ تیاوري.
بیا له څلورو بجو څخه تر روژه مات پوري د ټولي کورنۍ لپاره د روژه مات په تیارولو کې مصروفه شي.
وریجي، سبزي، غوښي، سلاد، چټني، شربت او داسي نور… تیاروي او تر څنګ دا وېره هم ورسره وي چې خدای خبر څنګه به مي پاخه کړي وي ځکه چې خوند یې څکلی نشي.
د خواښي او خسر لپاره جلا خواړه تیاروي او تر څنګ یې له روژه مات مخکي د خاوند غصه هم زغمي.
له اذان مخکي دسترخوان اوارول… ستاینه خو لري خبره ده، له ۲….۲ ډوډیو خوړلو وروسته یوه پیاله یخي شلومبې غوښتل اوبیا دا هم ویل چې مالګه یې لږ ده، ښې یخي نه دي او داسي…
د ټولي ورځي له روژې او ستړیا وروسته روژه مات وکړي او له لمانځه وروسته سمدستي د چایي بندوبست کوي… له تراویح وروسته بیا د مېوې په تیارولو کې ونښلي… ستړې هلاک پرېوزي او بیا په پېشلمي له ټولو مخکي پورته کیږي.
که کومه ورځ لږ ناوخته شي نو د ټولي کورنۍ خبري او غصه زغمي او هر یو پرې راببریږي.
د خدای لپاره!
د کور ټولي مېرمني هغه که مو خویندي وي، لوڼي او یا مور وي او که مو مېرمني وي… د هغوی ډېر خیال ساتئ، آخر هغوی هم زمونږ په څیر انسانان دي… دا جهالت نور پرېږدئ او پر ښځو رحم وکړئ الله به پر تاسي رحم وکړي.

Related posts