جون 17, 2019

د بشري حقوقو د ادارو سیاسي چلند

د بشري حقوقو د ادارو سیاسي چلند

خط اول:

تېره ورځ ناوخته (پنجشنبه، د جوزا ۲مه)، بهرنیو ځواکونو د فراه د شیبکوه ولسوالۍ په کین سیمه کې د IHSAN په نوم د یوې خیریه ادارې، چې ماشومانو ته یې غذايي مواد رسول، مرکز په هوايي برید کې په بشپړ ډول ویجاړ کړ. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په بمبار کې د پروژې مدیر او یو کارمند شهیدان شوي دي.

ویل کیږي دا خیریه بنسټ د Coordination of Humanitarian Assistance برخه وه، چې د امریکایۍ USAID لخوا یې مالي مرسته کېده.

د USAID د معلوماتو له مخې، دا بنسټ ماشومانو او ښځو ته د خوراکي توکو او د هغوی د روغتیا ساتلو لپاره د روغتیايي مرستو رسولو په موخه جوړ شوی دی.

بهرنیو ځواکونو د پخوا په څېر تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې کومه خیریه اداره یا د ملکي وګړو د اړتیا ځایونه بمباریږي. (په بریدونو او چاپو کې د کورونو او مدرسو ورانېدل عامه خبره ده، چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هېواد په یوه نه یو ځای کې موږ د ورانېدو خبرونه اورو.)

تېره اوونۍ، د می په ۱۸مه، د فاریاب د چهلګزه ولسوالۍ په مرکز کې یو کلینک په هوايي بمبار کې ویجاړ شو، او پکې شته لوازماتو ته یې دروند زیان واوښت.

د تیرې اپرېل میاشتې په ۸مه، ګډو ځواکونو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې یو ډاکټر وواژه او د هغه د کور دوې مېرمنې یې له ځان سره یووړې. د مېرمنو د بندې کېدو له امله د خلکو پراخ غبرګونونه راوپارېدل، چې وروسته حکومت بېرته بندې شوې مېرمنې راخوشې کړې.

د تیرې فبروري میاشتې په ۲۶مه، ګډو کورنیو او بهرنیو ځانګړو ځواکونو د غزني د ګیلان ولسوالۍ پر رسنه بازار باندې چاپه ووهله. د بازار یواځینی کلینک یې په بمونو والوزواوه او پکې ناست ډاکټر یې شهید کړ.

همدارنګه، په شپنیو چاپو کې د طالبانو له سیمو د ډاکټرانو د وړلو لسګونه پيښې شوې او لا هم روانې دي.

دا په تېرو میاشتو کې یوازې هغه پیښې دي چې رسنیزې شوې دي. زیاتره داسې پيښې نارسنیزې پاتې کیږي، چې له امله یې مرتکبین لاهم جرأت پیدا کوي او د بشري ټولنو پام نه وراوړي.

هیڅ کوم قانون پر ملکي اهدافو، عام المنفعه ځایونو، روغتونونو او خیریه مؤسسو باندې د برید اجازه نه ورکوي. خو دا اوس په اثبات رسېدلې چې بهرنيو او د هغوی تر لاس لاندې کورنيو ځواکونو ته د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې هر څه ”ترهګر“ یا ”د ترهګرو اړوند“ تر نظر ورځي.

(د فراه په خاک سفید او د نیمروز په دولارام کې پر کورونو باندې وروستی بمبار، چې دفاع وزارت یې د مخدره موادو پر کارخانو بریالي عملیات بولي؛ د کندز پر مدرسه باندې د ۲۰۱۷ز کال هوايي برید، چې دفاع وزارت د طالبانو د مهمو قومندانانو غونډه وبلله؛ او روانې شپنۍ چاپې او ړانده بمبارونه یې روښانه ثبوت دی.)

د نورو جګړه ځپلو هېوادونو (مثلا سوریه او یمن) برعکس، په افغانستان کې پر خیریه مؤسسو او ملکي اهدافو باندې بریدونه تر ډېره نړیوالو رسنیو ته نه وځي – خو تر دې ځوروونکې خبره بیا دا ده چې دلته د بشر حقوقو پرتې نړیوالې ادارې، چې د دې بریدونو خبرونه یې تر غوږونو وررسیږي، له دا ډول پېښو سره سیاسي چلند کوي او سترګې پرې پټوي.

له افغانستان سره د بشري حقوقو د نړیوالو ادارو دا ناروا چلند د دې ادارو پر لمن تور داغ او له خپل مسؤلیت سره خیانت دی، چې ۱۷ کاله دوام یې بس دی او نور باید پرېښودل شي.

 

 

 

Related posts