جون 17, 2019

کابل بمي چاودنه کې حکومت پلوه ملا سمیع الله ریحان وژل شوی

کابل بمي چاودنه کې حکومت پلوه ملا  سمیع الله ریحان وژل شوی

عزم(جمعه، ۳ غبرګولی ۱۳۹۸): د پلازمینې کابل په نهمه حوزه کې د التقوا په نوم یو مسجد کې چاودنه شوې ده چې د کابل مشهور ملا سمیع الله ریحان پکې وژل شوی دی.

ویل کیږي چې د یادې چاودنې له امله ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي او یواځې ملا امام یې سمیع الله ریحان پکې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي یاده چاودنه ۱ بجه او شل دقیقې شاوخوا هغه مهال رامنځته شوې چې د جومات په ممبر کې ایښودل شوي ماین انفجار وکړ.

Related posts