اسراییلو کې پراخ اورونه لګېدلي

اسراییلي حکومت له نړیوالو د هغو اورونو په وژلو کې مرسته غوښتې چې پرون پنجشنبه د زیاتې ګرمۍ له امله لګېدلي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دا پراخ اورونه د اسراییلو په مرکزي سیمو کې لګېدلي، چې له امله یې ۱۶ کورونه سوځېدلي او زرګونه کسان له خپلو کورونو وتلي دي.

د اورونو له امله سړکونه او د رېل ګاډي سفرونه هم بند شوي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو په یوه اعلامیه کې د خپل امنیت وزارت، امنیت شورا او بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی چې له نړیوالو د اوروژنې لپاره هوايي مرسته وغواړي.

د چینايۍ ګلوبل ټایمز رسنۍ په خبره، د بهرنیو چارو وزارت له یونان، ایټالیا، قبرص او نورو نږدې هېوادونو د مرستې غوښتلو لپاره یو اضطراري ټيم جوړ کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close