جون 17, 2019

د تاريـخ تـر ټـولـو بـدمـرغـه حکـومـت

د تاريـخ تـر ټـولـو بـدمـرغـه حکـومـت

لیکوال: م. جميل باور

د روان لمریز کال د جوزا د مياشتې په لومړۍ نیټه د کابل ادارې د مشر ډاکټرغني او اجرایه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله کاري موده رسما پای ته ورسیده.

که څه هم ارګ مشر تیره میاشت ستره محکمه دې پرېکړي ته ودروله چې تر راتلوکنو ټاکنو پورې په خپل منصب دپاتې کیدو اجازه ورکړي، خو د ولسمشرۍ د نورو کاندیدانو لخوا ارګ مشرته ګواښ شوی و که د جوزا په لومړۍ نيټه واک پرینږدي؛ نو په زوره به له ارګ څخه وایستل شي.

د ممکنه لاریونو له ویرې د کابل سړکونه او واټونه تړل شوي وو، که څه هم په لومړۍ ورځ لاریونونه ونه شول، خو د کاندیدانو شوری وایي چې حکومت ختم ده او له سبابه یې په ټول هیواد کې په خلاف لاریونه پیل شي او په زوره به دواړه ډاکټران له واکه وشړل شي.

هېره دې نه وي چې اشرف غني د انتخاباتو له لارې نه بل کې د امریکا په سفارت کې د جانکیري له خوا انتخاب او په ملت په زور تحمیل شو.

د ډاکټرغني دوره د هیواد په تاریخ کې تر ټولو توره او مسخره دوره وه، نوموړي د خپلو مخالفانو د سپکاوي له پاره د ښکنځلمارانو یو ګروپ جوړ کړ، ډالري معاشونه يې ورته مقرر کړل، ترڅو خپل مخالفان پرې توهین کړي.

د نړۍ په تاریخ کې لومړی ځل و چې په یو هیواد دي دوه ولسمشران حکومت وکړي، د ملي وحدت په نامه حکومت د سختو سیاسي اختلافونو ښکار و او تر پايه ونه توانيد، چې خپله کابينه بشپړه کړي، بلکې ډېری وزیران يې د سرپرستانو په توګه دندې پر مخ وړي.

واک ته تر رسیدو وروسته ډاکټر غني په ډېره بیړه اشغالګرو امریکایانو سره د امنیتي تړون په نوم يو داسې تور تړون لاسلیک کړ، چې د زرګونو هیوادوالو ژوند یې واخیست او شپنیو چاپو، د عامه تأسیساتو ویجاړي، ړندو بمباریو، د مقدساتو توهین او د افغاني نوامیسو بې عیزتۍ ته یې لاره هواره کړه.

د ده په توره دوره کې افغانستان په اقتصادي لحاظ له ستونزو سره مخ شو، د بې روزګارۍ کچه اوج ته ورسېده، پانګوالو خپلې پانګې له هيواده وايستې او د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت تر ټولو کښته راولوېد، چې ورسره د توکو بيې هم پورته ولاړې.

دا چې ډاکټر غني غواړي یوه بله پنځه کلنه دوره هم په واک کې پاتې شي او راتلونکو انتخاباتو ته یې بیاځان کاندیدکړی، افغان اولس باید له پوره دقت څخه کار واخلي اوپرینږدي چې یوځل بیاپرې د CIA، جاسوس حکومت وکړي، په راتلونکو ټاکنو کې بايد هیڅ افغان برخه وانه خلي، خپله ایماني وجیبه ترسره کړي او دا دستوري او استخباراتي پروسه شنډه کړي؛ ځکه د اشغال په شتون کې هیڅکله هم شفاف او عادلانه انتخابات نه شي ترسره کیدای، تیرې پارلماني ټاکني او په ټوله کې د هیواد د اشغال له پیله چې څومره ټاکني شوي ټولو یوه دستوري بڼه لرله، هغه څوک بریالي شوي څوک چې سپینې ماڼۍ ته خوښ و، راتلونکي کې به هم همدا سریال تکراریږي .

ډاکټر غني په خپله تېره توره پينځه کلنه دوره کې دومره جنایتونه کړي چې داشغال په تیره اتلس کلنه دوره کې فکرنه کوم چې کوم بل اجیر دي کړي وي.

افغان اولس له ډاکټرغني سره ډیره حسابي لري او نوموړی به یوه ورځ خامخا د ملت له محاکمې سره مخ کیږي او د خپلو ناوړه اعمالو ځواب به وایي.
په همدي هیله.

Related posts