یوناما: پر ملکيانو قصدي بمبارۍ مخ پر زیاتیدو دي

عزم (پنج شنبه، ۲،غبرګولی،۱۳۹۸)

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي دفتر “یوناما“ ویلي، په دې وروستیو کې یوځل بیا پر ولسي افغانانو د بمباریو لړۍ چټکه شوې، چې دا د جدي اندیښنې وړ خبره ده.
د دغه دفتر له آدرس نه په یوه خپاره شوي ټویټري پیغام کې راغلي، د غویي د میاشتې پر ۳۰ مه او د غبرګولي پر لومړۍ نیټه د هلمند په ګرشک او د کونړ په څوکۍ ولسوالیو کې ۱۴ تنه بې وسلې ملکي افغانان چې پنځه تنه میرمنې او ۷ ماشومان هم په کې شامل وو، وژل شوي دي.

یاد سازمان د جګړې له ښکیلو غاړو غوښتي چې د نړیوالو مکلفیتونو له مخې باید د جګړو پر مهال د ولسي افغانانو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

د ملکي تلفاتو موضوع په دې وروستیو کې له هغو بې ارزښته موضوعاتو ګرځیدلې چې امریکایي ځواکونه او افغان ملګري ورته په هیڅ ارزښت قایل نه دي او په ورځنۍ توګه لسګونه ملکي افغانان د طالبانو په پلمه هدف ګرځوي.
د یوناما د موندنو له مخې، د سږمیلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۱۷۷۳ تنه ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۵۸۱ کسان یې وژل شوي او ۱ زر او ۱۹۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

شنونکي پر ولسي افغانانو د ګډوځواکونو د قصدي بریدونو زیاتوالي لامل دا ښیي چې ګواکې امریکا غواړي، په دې توګه د پر طالبانو فشار زیات او د مذاکراتي میز پر سر هغه څه پرې ومني، چې هغوی یې غواړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close