جون 17, 2019

د اعتکاف مسائل

د اعتکاف مسائل

جبیر افغان

• د سنت اعتکاف لپاره په زړه کې دومره نیت کول کافي دی چې زه د الله تعالی د رضا لپاره د روژې د آخري عشرې مسنون اعتکاف کوم.
• یو چا ته اجرت ورکول او په اعتکاف کې کښېنول ناجائز دي.
• په مسجد کې که له یوه څخه زیات کسان اعتکاف ته کښيني نو ټولو ته ثواب ورکول کیږي.
• د مسنون اعتکاف نیت د شلمي روژې د لمر له پرېوتلو مخکي باید وکړي، که یو څوک مثلا ماپښين مسجد ته داخل شو مګر د اعتکاف نیت یې ونه کړ او لمر پرېوت نو بیا په نیت کولو سره هغه اعتکاف مسنون نه بلل کیږي.
د اعتکاف په حالت کې جائز کارونه
• خوراک څیښاک( په دې شرط چې مسجد نه ولړي) خوب کول، د ضرورت خبري کول، خپله یا د بل چا نکاح کول، جامې بدلول، عطر لګول، تیل استعمالول، ږمونځ وهل(چې د مسجد غالۍ او کمبلي خرابي نه کړي) په مسجد کې د یو ناروغ معائنه کول، نسخه لیکل یا دوا ورښودل مګر دا کار که له اجرت پرته وکړي جواز لري کنه مکروه دي. لوښي مینځل، د ژوند د ضروریاتو لپاره رانیول او پېرل( په دې شرط چې سودا مسجد نه راوړل شي)ځکه چې په مستقل ډول مسجد د خرید او فروخت ځای ګرځول ناجائز دي. د معتکف د خپل ځای چارچاپیره په مسجد کې پردې ځړول، د معتکف په مسجد کې خپل ځای بدلول او د ضرورت په اندازه بستره، صابن، دخوراک چیښاک لوښي او د مطالعې کتابونه ایښودل دا ټول جائز دي.
هغه شیان چې په اعتکاف کې مکرو او ممنوع دي:
• له ضرورت پرته خبري کول، د اعتکاف په حالت کې فحش یا بې کاره او د دروغو کیسې بیانول یا د داسي شیانو او د اسلام خلاف مضامین لرونکي اخبارونه، رسالې، انځورونه یا په اخبارونو کې د درواغو خبرونه راوړل په مسجد کې ایښودل، اورول او لوستل، له ضرورت څخه زیات شیان راوړل او په مسجد کې خورول. د مسجدد اوبو او برېښنا بې ځایه استعمالول، په مسجد کې سګریټ یا چلم څکول، په مزدوري د نورو خلګو حجامت کول.
طبعي حاجتونه:
د قضاء حاجت او استنجاء لپاره د معتکف لپاره له مسجد څخه وتل جائز دي او مسائل یې په لاندې ډول دي:
• د انساني حاجت د پوره کولو لپاره باید تر ټولو نژدې ځای انتخاب کړي.
• که مسجد ته څیرمه بیت الخلاء وي او په استعمالولو کې یې کوم مشکل نه وي نو هلته دي حاجت پوره کړي او که د هغه په استعمال کې کوم مشکل وي نو بیا لري هم تلای شي که څه هم ډېر لري وي.
• که بیت الخلاء مشغوله وي نو په انتظار کولو کې کوم مشکل نشته، البته له فارغ کېدلو وروسته د یوې لمحې لپاره هم هلته پاتي کېدل جواز نه لري.
• قضاء حاجت ته د تللو پر مهال یا له هغه لوري د راګرځېدلو په وخت کې د رفتار په حالت کې مختصري خبري کول جائز دي.

Related posts