اګست 20, 2019

ننګرهار کې سږکال د ۴سوه ټنه د شاتو د تولید اټکل شوی

ننګرهار کې سږکال د ۴سوه ټنه د شاتو د تولید اټکل شوی

عزم(چهارشنبه، ۰۱غبرګولی، ۱۳۹۸): ننګرهار کې د شاتو مچیو د روزنې د اتحادیې مسؤولین وایي، تېر کال یې دې ولایت کې د نږدې نوي میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۵۰ فارمونو څخه درې نیم سوه ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې کړي وو، چې سږ کال به یې د تولید کچه ۴ سوه ټنو ته لوړه شي، چې شاوخوا سل میلیونه افغانۍ عواید به ترې ترلاسه کړي.

په ننګرهار کې د شاتو مچیو د روزنې د اتحادیې مشر ریاض محمد رودوال وايي، اوس مهال ۳۵۰ د شاتو مچیو فارمونه دي، چې په کې ۱۴ سوه تنه په مستقیم او ۱۴ زره تنو ته په غیري مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي.

دی وايي، یو ټن شات په بازار کې په شااوخوا ۲۵۰ زره افغانیو پلورل کیږي، چې د اټکل له مخې به سږ کال د سل میلیونه افغانیو په ارزښت ۴ سوه ټنه شات تولید کړي، چې د هېواد بېلابېلو سیمو ته به یې صادر کړي.

د رودوال په خبره،  په ننګرهار کې د موسم ښه‌والی، د فارمونو زیاتوالی، د ونو او ګلانو ډېروالی او د شاتو د پروسس فابریکې شتون د دې لامل شوی، چې د تېر کال په پرتله په دې ولایت کې د شاتو تولید زیات شي.

د هغه په وینا د ګلانو، بوټو، ځآنګړي مصنوعي فارمونو او نورو اسانتیاوو د برابرولو په ترڅ کې به د شاتو ګڼ شمیر کاروباریان له نورو سیمو څخه ننګرهار ته را ستانه شي، چې له امله به یې د دوی په تولید کې لا زیاتوالی راشي.

ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس ذبیح الله حسنزی وایي، د شاتو مچیو د روزونکو سره یې په لوړه کچه همکاري نه ده کړې، خو د کرنې او مالدارۍ ریاست په ځینو لرو پرتو ولسوالیو کې یو شمېر پروژې په مؤقتي ډول پلي کړي دي.

Related posts