جون 17, 2019

افغانستان ائیرلینډ ته په ۱۲۶ منډو ماتې ورکړه

افغانستان ائیرلینډ ته په ۱۲۶ منډو ماتې ورکړه

 

عزم( چهارشنبه، ۱ غبرګولی ۱۳۹۸): افغانستان په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې ائیرلینډ ته په ۱۲۶ منډو ستره ماتې ورکړه.
دعه لوبه کې د افغانستان لومړی لوبغاړی نورعلي ځدراڼ زر وسوځید خو وروسته د پیل لوبغاړي محمد شهزاد او رحمت شاه ښه ملګرتیا وکړه چې د افغانستان منډې یې له یو نیم سل څخه زیاتې کړې.

محمد شهزاد په دغه لوبه کې ۱۰۱ منډې وکړې او رحمت شاه بیا ۶۳ منډو جوړولو څخه وروسته وسوځیدلو، خو وروسته نجیب ځدراڼ او حشمت شهیدي هم ښه لوبه وکړه چې نجیب ۶۰ او شهیدي ۴۷ منډې جوړې کړې.

افغانستان د توپ اچواو په ډګر کې هم ښه وځلید او کپتان ګلبدین نایب د مقابلې لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول، دوات ځدراڼ، رحمت شاه او افتاب عالم هم یوه یوه ویکټه واخیستله.

ائیرلینډ یواځې ۱۷۹ منډې وکړې او لوبه یې په ۱۲۶ منډو افغانستان ته وبایلله او لوبغاړي یې د توپوهنې او توپ اچونې دواړو ډګرونو کې ښه ونه ځلیدل.

دا پداسې حال کې دی چې لومړی لوبه ائیرلینډ له افغانستان څخه په ۷۲ منډو ګټلې وه.

د ویلو ده چې د راروانې جمعې په ورځ افغانستان له پاکستان او د روانې می میاشتې په ۲۷ له کوربه هیواد انګلستان سره لوبې کوي.

Related posts