جون 17, 2019

یونېسف: په افغانستان کې ۲.۵میلیونه مېندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

یونېسف: په افغانستان کې ۲.۵میلیونه مېندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

عزم(سه شنبه، ۳۱ غويي ۱۳۹۸): د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړیواله اداره یا «یونېسف» وايي، په افغانستان کې ۲.۵ میلیونه ماشومان او مېندې د خوارځواکۍ تر کچې لاندې ژوند کوي.

دې ادارې په خپل وروستي کلني راپور کې ویلي، دوه نیم میلیونه تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان او شاوخوا ۴۸۵ زره میندواره او شېدې ورکوونکې میندې له سختې خوارځواکۍ اغېزمنې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان او نیم میلیون میندواره میندې له خطر سره مخ دي.

ملګري ملتونه وايي، وچکالۍ او خوارځواکۍ په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیون ماشومان او نیم میلیون میندواره میندې له خطر سره مخ کړي دي.

دغه ادارې ویلي چې یاد معلومات یې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د یوې سروې له‌مخې راټول کړي دي.

یونیسف که څه هم ویلي چې په ۲۰۱۹ کال کې به په افغانستان کې ۶.۳ میلیونه کسان لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري؛ خو اندېښنه یې ښودلې چې د جګړو او وچکالۍ له امله د دې وېره شته چې دغه شمېره دوه برابره شي.

دې سازمان ویلي، په وروستیو کلونو کې د باران کم ورښت، د خوړو او د څښاک وړ اوبو کموالی په ماشومانو کې د خوارځواکۍ زیاتېدو لامل شوی.

Related posts