جون 17, 2019

آیا ستاسي په هیواد کې لمر راخیږي؟

آیا ستاسي په هیواد کې لمر راخیږي؟

جبیر افغان

یو پاچا د دنیا د فتح کولو په موخه روان شو تر داسي چې د افریقې یو داسي کلي ته راغی چې د دنیا له جګړو او شخړو څخه یې خلګ بیخي ناخبر وو او یو د امن زانګو ځای ؤ. د دې ځای خلګ د جنګ د نامه سره بیخي نا اشنا وو او د فاتح او مفتوح الفاظ یو افسانه ورته ښکارېدل.

د کلي اوسېدونکو پاچا د ځان سره د مېلمه په توګه روان کړ او د خپل مشر جونګړي ته یې وروست. مشر د پاچا خورا عزت او اکرام وکړ. همداسي ؤ چې دوه کلیوال د مدعي او مدعی علیه په توګه د مشر جونګړي ته راغلل د مشر دې جونګړي د محکمې کار هم کاوه.

مدعي وویل چې :
ما له دې سړي څخه یو ټوټه ځمکه رانیولې وه. له یوي کولو وروسته له ځمکي څخه خزانه راووتل ما خزانه دې سړي ته ورکول وغوښتل مګر دی یې نه اخلي. زه وایم چې دا خزانه زما نه ده ځکه چې ما له نوموړي څخه یوازي ځمکه رانیولې وه او قیمت مي هم یوازي د ځمکي ورکړی ؤ د خزانې پیسې مي نه دي ورکړي.

مدعی علیه په ځواب کې ورته وویل:
زما ضمیر تر اوسه ژوندی دی، زه خزانه له ده څخه څنګه واخلم ما خو پر نوموړي ځمکه پلورلې ده دا چې له ځمکي څخه نور څه روازي هغه د نوموړي خپل قسمت دی او همدی یې مالک دی زما نور د دې ځمکي او پکي شته شیانو سره هیڅ تړاو نشته.

مشر له فکر کولو وروسته له مدعي څخه پوښتنه وکړه چې «ته زوی لرې؟»
هو! لرم یې.
بیا یې له مدعی علیه څخه پوښتنه وکړه چې«ته لور لرې؟»
هو! لرم یې او مدعی علیه هم په اثبات سر وخوځاوه.
«تاسي د زوی او لور نکاح سره وکړئ او خزانه هغوی ته وسپارئ.»
پاچا دې فیصلې سخت حیران کړ او په ژورو فکرونو کې ډوب شو.
مشر له فکرمند پاچا څخه پوښتنه وکړه :«ولي، آیا ته زما پر دې پرېکړه خوښ نه یې؟»
«نه داسي خبره نه ده» پاچا ځواب ورکړ«مګر ستا دا پرېکړه حیرانونکې هرومرو ده»
مشر پوښتنه ترې وکړه«که دا دعوه ستا دربار ته راغلې وای نو تا څه فیصله کول؟»
پاچا وویل:« لومړۍ خبره خو داده چې که دا دعوه زمونږ په هیواد کې پېښه شوې وای نو د ځمکې د پلورونکي او پېرونکي تر منځ به دعوه داسي وای چې پلورونکي به ویلی چې ما پر ده ځمکه خرڅه کړې ده او د هغې قیمت مي ترلاسه کړی دی دا چې په ځمکه کې خزانه پیدا شوه نو د هغې قیمت ما نه دی ترلاسه کړی ځکه دا زما ده.»
رانیونکي به ویلی چې:
ما له ده څخه ځمکه رانیول دا چې اوس په دې کې نور څه راوزي هغه زما قسمت دی او زما حق دی.
مشر له پاچا څخه پوښتنه وکړه چې تا به څه فیصله ورکول؟
پاچا د نوموړي په ذهن کې موجود سوال سره سم سمدستي ځواب ورکړ چې مونږ مدعي او مدعی علیه دواړه بندیانول، خزانه مو د حکومت ملکیت ګرځول او په شاهي خزانه کې مو داخلول.
« د پاچا ملکیت؟» مشر په حیرانۍ سره پوښتنه وکړه«آیا ستاسي په هیواد کې لمر راخیږي؟»
«هو! ولي نه»
«هلته باران هم کیږي؟»
«بالکل کیږي»
«ډېر ښه»
مشر حیران ؤ.«مګر یوه خبره لا راته وکړه چې آیا ستاسي خواته داسي حیوانان هم شته چې ګیاه خوري؟»
«هو! داسي بې شمیره حیوانان زمونږ خواته موندل کیږي»
«اوه ! بیخي ښه، زه اوس پوه شوم» مشر داسي سر وښوراوه لکه په یوه انتهايي پېچلې معما چې یې سر خلاص شوی وي.«نو د ناانصافۍ په دې ځمکه کې ښايي د همدې حیوانانو له امله لمر راخیږي او بارانونه کښتونه خړوبوي.»

Related posts