د کرکټ لوبډلې روزونکی تر نړیوال جام وروسته دنده پرېږدي

د کرکټ ملي لوبډلې روزونکي، فیل سایمنز، له ESPNcricinfo رسنۍ سره خبرو کېویلي چې تر نړیوال جام وروسته د افغان لوبډلې د روزونکي دنده پرېږدي.

فیل سایمنز د ویسټ انډیز پخوانی الراونډر کرکټ لوبغاړی دی، چې له ۲۰۱۷ز کال راهیسې د افغانستان د کرکټ لوبډلې د روزونکي دنده لري. دئ وايي، د افغانستان کرکټ بورډ ته یې ویلي چې خپل قرارداد نور نه غځوي.

”له افغان کرېکټ بورډ سره مې د قرارداد تر پای ته رسېدو وروسته، یوه بل جلا کار ته مخه کوم. زما تړون د جولای میاشتې په ۱۵مه ختمیږي“.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close