په افغانستان کې د رواني ناروغانو شمېر لوړ شوی

عزم(دوشنبه، ۳۰ غويي ۱۳۹۸): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یوې نوې سروې کې ویلي، چې په دغه هېواد کې د رواني ناروغانو شمېر ۴۷سلنو ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، له ۲۰۱۶ز کال نه تر ۲۰۱۸کال کې یې په ۱۵ ولایتونو کې له ۱۳زره کسانو سره یو ساعته مرک*ې کړي او د همدغو مرکو پر بنسټ یې دغه سروې بشپړه کړې ده.

په افغانستان کې د رواني ناروغیو مهم لاملونه روانه جګړه، بې‌وزلي د افغانستان نامعلوم راتلونکی دي، چې ګڼ شمېر خلک یې په رواني ناروغیو اخته کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د رواني ناروغیو د څانګې مشر بشیر سروري وايي، د دوی څېړنو موندلې، چې په افغانستان کې د رواني ناروغانو شمېر ۴۷سلنې ته لوړ شوی دی.

دی وايي، د رواني ستونزو لرل د رواني ناروغۍ په معنا نه دي او په افغانستان کې روان وضعیت د دې هېواد وګړي تر رواني فشار لاندې راوستي او له ستونزه سره ې مخ کړي دي.

د سروري په خبره، د لس کاله پخوا پرتله اوس په افغانستان کې د رواني ناروغیو او مخنیوي لپاره اسانتیاوې ډېرې شوې دي.

په افغانستان کې پرله‌‌پسې ۴۰کلنه جګړه د دې لامل شوې، چې دلته زرګونه تنه په رواني ناروغیو اخته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close