جون 17, 2019

کرېکټ: افغان لوبډلې د ایرلینډ کم هدف هم پوره نه شو کړای

کرېکټ: افغان لوبډلې د ایرلینډ کم هدف هم پوره نه شو کړای

عزم(دوشنبه، ۳۰ غويي ۱۳۹۸): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د دوو یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه ایرلینډ د ۷۲منډو په توپیر وګټله.

د پرونۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

په افغان توپ اچوونکو کې دولت ځدراڼ ۳، افتاب علم ۳، راشدخان ۲ او ګلبدین نائب یو ایرلینډی لوبغاړی وسوځاوه.

ایرلینډ د ۴۸.۵ اورونو په لوبولو سره ۲۱۰ منډې جوړې کړې، چې پاول سټرلېنګ ۷۱، ویلیم پورټرفيلډ ۵۳ او کيون اوبراين ۳۲ منډې جوړې کړې او ایرلینډ لوبډله یې ډېرو منډو جوړولو ته پرېنښوده.

افغان لوبډلې د ۲۱۱منډو هدف پوره نه شو کړای او نه یې ټول اورونه ولوبول، بلکې په ۳۵،۴ اورونو په لوبولو یې یوازې ۱۳۸منډې جوړې کړې او د ۷۲منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

په افغان توپ وهونکو کې یوازې اصغر افغان ۲۹، محمد نبي ۲۷ او لوبډلمشر ګلبدین نائب ۲۰ منډې جوړې کړې؛ خو کوم بل لوبغاړی د دومره منډو په جوړولو هم بریالی نه شو.

په پرونۍ لوبه کې شهزاد، حضرت ځاځي، رحمت شاه او حشمت الله شهیدي نه د پام‌وړ ملګرتیا وکړه او نه یې هدف ته ځان رسولو کې د پام‌وړ منډې جوړې کړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ راتلونکې لوبه سبا سه شنبه پیلېږي.

Related posts