جون 17, 2019

زیرزمینۍ کې څوک پراته وو؟

زیرزمینۍ کې څوک پراته وو؟

لیکوال:نصیب ځدراڼ

د شپې ناوخته د تراوو نه ورسته په حجره کې په شین چای مجلس ګرم دی،تروزي او ماما زامن یو ځای ناست دي،د شپې د باندي څوک نشي وتلی، وایې که چاپه شوه،بیا نو په خوځیدلو دې هم الوتکه په نښه کوي، ماشومان چې د ورځې هم د تیارې غږ واوري؛ نو په غوږونو کې ګوتې کیږدي او په منډې کور ته راځي.

د چورلکو غږ شو،دا غږ رانږدي شو او چورلکې ښکته شوې، عسکر د کور په دروازه ور واوښتل،خارجي او افغان عسکر دواړه دي،حجري په طرف ورغلل، د سړیو لاسونه یې شاته وتړل،تورې خولۍ یې ور پر سر کړې،د کور د ننه چیرته چې ښځینه ناستې دي هغه طرف ته عسکر راغلل،د سپین سرې میرمنې نه پوښتنه کوي چې څو بچیان لرې؟
ځواب ورکړي چې څلور بچیان او څلور لوڼې…

عسکر بیرته بهر وځي،په مخابره کې د چا سره خبرې وکړي، بېرته راګرځي او سپین سرې بوډۍ ته وایې دروغ مه وایه ستاسې د کلي نه چا ستا د کور ادرس راکړیو ستا درې لوڼې او څلور بچیان دي،نورو عسکرو باندي غږ کوي ، چې همدا کور دی.

نارینه یې د کور زیرزمینۍ ته کوز کړي،وهل ،ټکول او د چغو غګونه له زیرزمینۍ نه پاس کور ته را روان دي،له لږ ځنډ وروسته بېرته راوخیږي، د کلی منځ کې یو میدان دی، هلته یې یو ځای کړي،د ډزو غږونه شي، لږ وروسته چورلکې پورته شي او چاپه ختمه شي.

خلک را ټول شي او ډله د میدان منځ ته ورشي؛ ګوري چې پر ځمکه دوه جسدونه په وینو ککړ او په مرميو غلبیل پراته دي، د کور دوه سړي یې شهیدان کړي او درې یې د ځان سره بیولي.

ټول کلي کې ویر په ټغر کیناست، له یوې کورنۍ دوه سړي شهیدان او درې بندیان شول، د ورځې د شهیدانو جنازه وشوه،خلک بیرته کور ته راغلل،مازدیګر د کور یوه ښځینه په کوم کار پسې زیرزمینۍ ته کوزه شي، ګوري چې په وینو لړلی جسد پروت دی، په منډه راشي، د نورو شهیدانو پاتي مراسم کور کې روان دي، خلک را خبر کړي، چې خلک ور کوز شي،د پینځو کسانو نه یې یو همدلته په خنجرو او چاکوګانو شهید کړی او بدن یې ټول ور څیرې کړی.غم یو بل پړاو ته لاړ…

خلکو دا فکر کړی و، چې درې بندیان دي او دوه یې شهیدان کړي وو؛ خو واقعیت داسې نه وو، یو یې په کور کې په خنجر او وهلو- ډبولو شهید کړی و او دوه د کلي په منځ کې شهیدان کړي وو.

دا کومه خیالي کیسه او د ناول ټوټه نه ده؛ بلکې همدا اوونۍ وړاندې د میدان وردګ ولایت د “چک” ولسوالۍ “سیبکه” کلي کې پېښه شوې، د همدې روژې د یوې شپې کیسه ده…

دا د یوه ولایت یا کلي کیسه نه ده،دلته هره دویمه شپه په نیمایې افغانستان کې د افغانانو قصابي روانه ده،د انسانانو قصابان د خپل ښکار په لټه کې په ځمکه او هوا کې ګرځي، د خلکو خوبونه ورک دي،له سهار تر ماښامه، له ماښامه تر سهاره د وحشت فضاء خپره وي، هر سړی د خپل مرګ شیبې شمېرې، هر سړی په دي انتظار کې وي چې نن شپه به خامخا زما په کور یا زما د همسایه په کور چاپه او بمبار وي.

خو کابل او قطر کې بل څه روان دي، کابل کې متفکر ته خلک لاسونه لپه کوي چې بابا زر کلن شې خو علت یې نه دی معلوم چې دوی ولي بابا ورته وایې؟ او ولي یې عمر زر کلن غواړي؟

بل پلو قطر کې خلیلزاد د طالبانو سره ناست دی او د سولې شعار یې په خوله کې دی، مذاکرات د یو پړاو نه بل پړاو او بیا پل پړاو ته روان دي، خبره له ورځې، هفتې او له اونیو میاشتو نه غځیږي او پسې اوږدیږې، په زړه کې مې دا سوال راوګرځي چې دا څنګه دوه مخې ده؟دلته څه روان دي او هلته څه کوي،دلته یې بې دریغه مرګونه شروع دي او هلته یې د سولې شعار په خوله کې دی،

دا څه رنګ سوله ده؟

Related posts