جون 17, 2019

د افغانستان مرکزي بانک د یوه بل بانک جواز هم لغوه کړی

د افغانستان مرکزي بانک د یوه بل بانک جواز هم لغوه کړی

عزم(یکشنبه، ۲۹ غويي ۱۳۹۸): د هېواد مرکزي بانک چارواکي وايي، د «آرین بانک» د فعالیت جواز یې لغوه کړی او نور نه‌شي کولای، چې په افغانستان کې خپلې چارې مخته یوسي.

د مرکزي بانک ویاند ایمل هاشور وايي، د آرین بانک د فعالیت د جواز د لغوه کېدو لامل د افغانستان د بانکي قوانینو نه سرغړونه او د افغانستان د نافذه قوانینو نه مراعتول وو.

دی وايي آرین بانک نه دی توانېدلی چې د افغانستان په بانکي نظام کې ښه فعالیت ترسره کړي او همداراز د فعالیت د جواز د لغوه کېدو بل لامل یې هم د پیسو د وینځلو د قانون څخه د یاد بانک سرغړونه ده.

د افغانستان بانک ویاند وویل، چې آرین بانک د پیسو د وینځلو سره د مبارزې په برخه کې هم جدي ستونزې لرلې. «په کراتو جریمه شوی و، اخطار ورته ورکړل شوی و، خو متاسفانه د مرکزي بانک لارښوونو او کړنلارو ته یې ارزښت ورنه کړ.»

آرین بانک د ۲۰۰۴ زیږدیز کال په وروستیو کې افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړی وو. دا بانک د ایراني پانګه والو لخوا د کابل او ایران ترمنځ د سوداګریزو راکړې ورکړې په موخه جوړ شوی وو.

د افغانستان مرکزي بانک تېره میاشت د حبیب په نامه هم له یو پاکستاني بانک څخه هم په پورته دلایلو جواز اخیستی و.

Related posts