اګست 24, 2019

پر توبه باندې پابندي څنګه وکړو؟

پر توبه باندې پابندي څنګه وکړو؟

جبیر افغان

دا چې د روژې مبارکه میاشت ده او ټولو مسلمانانو ته جوته هم ده چې په دې میاشت کې د الله تعالی بې شمیره بندګان د هغه لورته رجوع کوي ، مغفرت او بخښه طلب کوي او پر خپلو کړو ګناهونو شرمندګي ښکاره کوي. د دې ترڅنګ د دې میاشتي هغه مبارکه عشره هم ده چې خاص د مغفرت په نامه نومول شوې ده او په دې کې الله تعالی په ځانګړي ډول بندګانو ته عفوه او مغفرت کوي نو مونږ او تاسي هم باید له دې موقع څخه استفاده وکړو او الله تعالی ته د پښېمانۍ او شرمندګۍ اوښکي توی کړو.

خو دا چې انسان یو ځل له ګناهونو څخه توبه وکړي نو د څه مودې له تېرېدلو وروسته بیرته ګناهونه پیل کړي او د الله تعالی نافرمانۍ ته ملا وتړي. پوښتنه داده چې پر توبه باندې باید ثبات او ټینګوالی څنګه وکړو چې خپله کړې توبه بیرته ماته نه کړو او له هغو شیانو څخه په کلکه ډډه وکړو کوم چې دالله تعالی د خفګان لامل ګرځي؟ دلته یې ولولئ:
• په مسلسل او دوام دار ډول باید په بیړه سره پر خپله ګناه توبه وکړو او استغفار طلب کړو؛ سستي باید پکي ونه کړو کله چې هم انسان ځان په ګناه کې وویني نو باید له ځنډ پرته د الله تعالی لورته په استغفار او توبه سره رجوع وکړي. الله تعالی فرمایي:
و سارعوا الي مغفرة من ربکم و جنة عرضها السموات والارض اعدت للمتقین
ژباړه: پر هغه لاره په منډه منډه وځغلئ چې ستاسي د پروردګار د بښني او د هغه جنت خواته تللې ده چې هغه لکه دځمکي او اسمانونو په شان پراخ دی او هغه له خدای څخه د وېرېدونکو خلګو لپاره تیار کړای شوی دی.

• تل باید د نیکانو خلګو په صحبت کې اوسو او د هغو خلګو مجلسونو ته حاضر شو څوک چې له الله تعالی څخه وېرېدونکي او د هغه فرمانبرداري کونکي وي، دا ځکه چې دغه وخت یې هم له ګناه او معصیت څخه پاک تیر شي او په ګناه کې پرېنوزي. نیک صحبت د دې ضامن دی چې د انسان وخت د طاعاتو او نیکیو ډک شي او له ګناهونو او خطاګانو څخه یې لري وساتي.

• تل باید د نفس سره حساب وکړي او د نفس هر هغه حرکت باید په دقت او ځیرکتیا سره وڅاري کوم چې هغه ترسره کوي. په دې سره به انسان پر هغو کارونو دوام کوي کوم چې د الله تعالی لورته بیونکي دي او له هغو څخه ډډه کوي کوم چې د هغه د نافرمانۍ سبب ګرځي دا رنګه بیا نفس د ګناه لورته رجوع او میلان نه کوي.

• تل باید وخت په داسي شیانو کې مصروف کړي چې د هغه لپاره فایده مند وي، ځکه چې که انسان ځان په حق، خیر او طاعاتو کې مصروف نه کړي نو په باطل، نافرمانۍ او ګناهونو کې مبتلا کیږي.

• پر لمانځه باندې پابندي کول، ځکه چې په پابندي سره د لمانځه په اداء کولو سره انسان له ګناهونو څخه ژغورل کیږي او الله تعالی یې له نافرمانیو څخه ساتنه کوي الله تعالی فرمایي:
ان الصلوة تنهی عن الفحشاء والمنکر
ژباړه: بې شکه لمونځ(انسان)له فحشا او ګناهونو څخه منع کوي.

• سهارني او ماښامني اذکار باید وویل شي، ځکه چې هغه انسان له شیطاني وسوسو څخه ساتي او همدا شیطان دی چې په ګناهونو کې د انسانانو د اچولو په لټه کې وي.

• هره ورځ باید د قرآن کریم تلاوت وشي او په ورځنیو معمولاتو کې یې باید شامل کړي که څه هم لږ وي ځکه چې له دې څخه نصیحت او عبرت ترلاسه کیږي او په قرآني ایتونو کې په فکر او تأمل کولو سره د انسان په زړه کې نرم والی پیداکیږي او له الله تعالی څخه وېره او تقوا پیدا کیږي چې همدا انسان له ګناهونو څخه منع کوي او پر توبه باندې پابند پاتیږي.

Related posts