جون 17, 2019

غزل

غزل

محمد علیم بسمل

دغو حالاتو په ایمان لیونی کړی یمه
بمبار بمبار افغانستان لیونی کړی یمه

چې بیا په لپو کې را ټول نکړو مازغه د ماشوم
ژونده! زه دغسې ارمان لیونی کړی یمه

د افغانۍ پیغلې غیرت، جهاد فرض کړی پر ما
په خدای که حورو او غلمان لیونی کړی یمه

غربت ذلیل کړم، پردو مړ کړم، بې کسۍ کمزوری
غمو سپین ږیری کړم، جانان لیونی کړی یمه

چې مې را پاڅوي سحر د آزادۍ لمانځه ته
بسمله! داسې یو آذان لیونی کړی یمه

Related posts