مې 25, 2019

د کرکټ بورډ پر رئیس د برید مخه نیول شوې

د کرکټ بورډ پر رئیس د برید مخه نیول شوې

 

عزم(شنبه، ۲۸ غویی ۱۳۹۸): د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کرکټ پر رئیس عزیزالله فضلي یې د یو برید مخه نیولې ده.
د یاد وزارت له لوري ویل شوي چې نامسوله وسله وال د کرکټ بورډ په مشر عزيز الله فضلي د بريد هوډ کړی و خو له حملې وړاندې د پوليسو لخوا نيول شوي.

ویل شوي چې نن له غرمې وروسته د کابل په لومړۍ حوزه کې. نوموړی هغه مهال نامسوله وسلوالو په نښه کړی وو چې د دفتر په لور روان و.

خبرپاڼه کې راغلي چې پوليسو د برید عاملین نیولي، وروسته به یې په اړه معلومات شریک کړي، خو فضلي او ساتلونکي یې له پیښې روغ وتي او هیڅ کوم زيان نه دی ورته اوښتی.

Related posts