اګست 24, 2019

هرات: پر ایراني تبعه عالم ابراهیم صفي زاده برید شوی

هرات: پر ایراني تبعه عالم ابراهیم صفي زاده برید شوی

 

عزم(جمعه، ۲۷ غویی ۱۳۹۸): د هرات ولایت په مرکز کې پر ایراني تبعه مشهور دیني عالم مولوي محمد ابراهیم صفي زاده باندې برید شوی چې نوموړی ټپي شوی دی.

برید نن ماذیګر مهال د هرات مرکز ښار اړوند باغمراد جاده کې د نامعلومه وسلوالو له لوري رامنځته شوی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایې پیښه تاییدوي او وایي چې یاده پیښه د ښار اړوند باغمراد جاده کې رامنځته شوي ده.

هغه زیاته کړې چې برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي چې د نیولو په پار یې پلټنې روانې دي.

نوموړي ویلي چې صفي زاده د هرات ولایت کې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی چې وضعیت یې د اندیښنې وړ ندی.

د برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو ابراهیم صفي زاده به وخت ناوخت د ایران پر ضد څرګندونې کولې.

Related posts