مې 25, 2019

د امریکا کانګرس: ټرمپ ته به په ایران د برید اجازه ورنکړو

د امریکا کانګرس: ټرمپ ته به په ایران د برید اجازه ورنکړو

 

عزم(جمعه، ۲۷ غویی ۱۳۹۸): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس رییسې نانسي پلوسي ویلي ،چې کانګرس به ټرمپ ته په ایران د برید اجازه ورنکړي او پدې اړه به یې ملاتړ ونکړي.

پلوسي داسې مهال یادې څرګندونې کړي چې اټکل کیږي ایران او امریکا سره ونښلي چې پدې اړه دوه ورځې وړاندې برتانیې هم ویلي وو چې دواړه هیوادونه به سره ښکیل شي.

دا پداسې حال کې دی چې ایران ویلي دي د دوی توغندي کولی شي په اسانۍ سره د فارس په خلیج کې د امریکا بیړۍ په نښه کړي او هیواد یې له امریکا سره جګړې ته چمتو دی.

د ویلو ده چې ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي دي، نه غواړي له ایران سره جګړه وکړي.

Related posts