مې 24, 2019

کابل: طالبان وایي د ریاست نود د مستنطقینو د رئیس مرستیال یې وژلی

کابل: طالبان وایي د ریاست نود د مستنطقینو د رئیس مرستیال یې وژلی

 

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې نن غرمه مهال یې د کابل په ده سبز ولسوالۍ اړوند ناوه سیمه کې د ریاست ۹۰ د مستنطقینو مرستیال یې وژلی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد تن د عمراخان په نوم وو چې مستعار نوم یې قند بې خداد وو د دوی د څارونکې ډلې له لوري وژل شوی دی.

طالبانو ویلي چې هغه دتحقیق پر مهال د دوی په زنداني ملګرو زیات زور زیاتی کولو چې له همدې امله یې په نښه او و وژلو.

د کابل امنیه قومندانی یا کورنیو چارو وزارت تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

پدې وروستیو کې په کابل ښار کې د طالبانو هدفي بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي دي چې چارواکي یې په مخه نیولو کې پاتې راغلي دي.

Related posts