جولای 23, 2019

الماني استازي د ملي تلویزیون خبر ته توند غبرګون ښوودلی

الماني استازي د ملي تلویزیون خبر ته توند غبرګون ښوودلی

 

عزم (جمعه،۲۷،غویي،۱۳۹۸)

وړمه ورځ ولسمشر غني د آلمان له ځانګړي استازي مارکس پوتیزل سره په ارګ کې وکتل او د سولې او انتخاباتو په هکله یې ورسره خبرې وکړې.
د افغانستان ملي تلویزیون چې د حکومت رسمي آدرس بلل کیږي،  په یوه ټویټ کې وویل،  آلماني استازي له افغان چارواکو سره ژمنه کړې چې د سولې د خبرو په برخه کې به د آسانتیاو په برابرولوکې اړینه مرسته وکړي او دغه خبرې به تر کوچني اختر وروسته ترسره شي.

دغه خبر چې د ولسمشر ویاند صمیم عارف هم کاپي خپور کړی په کې راغلي،

“ د قطر د دولت او سولې انستیتیوت لخوا د بین الافغاني خبرو تر ناکامۍ وروسته اوس آلمان ټټر وهلی چې تر کوچني اختر وروسته دا خبرې تنظیم او مدیریت کړي، اشرف غني د آلمان هیواد له دې ابتکار نه مننه او هرکلی کړی دی.“

خو د آلمان ځانګړي استازي بیا دا خبر په یو مخیز ډول غیر مسؤ لانه بللې او ملي تلویزیون یې د ارګ له رسمي آدرس نه هم ایستلی دی.
مارکس پوتیزیل په یوه ټویټ کې ویلي،

“ دا تر وخت وړاندې او غیر مسؤلانه ده ،تر اوسه هیڅ توافق نه دی شوی او نورو خبرو ته هم اړتیا ده په ځانګړي ډول “دوحه“ کې؛  مهمه ده چې باید وویل شي ملي تلویزیون د ارګ رسمي ویاندوی نه دی“

د نوموړي تر توند ځوابي غبرګون وروسته ملي تلویزیون خپل خپور کړی ټویټ سملاسي حذف کړ او په تړاو یې نور سپیناوی ونه کړ.
د سیاسي چارو کار پوه انتظار خادم وایي،  د ملي تلویزیون لخوا د داډول بې اساسه خبرونو خپرول ښایي د دواړو هیوادونو ترمنځ بې اعتمادي زیاتوي او د اړیکو د خرابوالي باعث ګرځي.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي فعال فضل الرحمان اوریا وایي،

“متأسفانه ملي تلویزیون د ولسمشر په تبلیغاتي چینل بدل شوی او په ورځنۍ توګه ۴ ساعته خپرونې یې د ولسمشر په ستاینه را څرخي.“

المانی استازی داسې مهال دا بې مخینې غبرګون څرګندوي چې تازه یې هیواد ته د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی هم ورغلی او د سولې په برخه کې یې ورڅخه د مرستې غوښتنه کړې ده؛  دغه راز خپله “ پوتیزیل“ هم څو اونۍ وړاندې د طالبانو له مرستیال مشر ملا برادر اخند سره په دوحه کې وکتل او د افغان سولې په تړاو یې ورسره مهمې خبرې ترسره کړې وې.

Related posts