اګست 24, 2019

غني له ولس او خپلې ادارې سره په جنګ دى

غني له ولس او خپلې ادارې سره په جنګ دى

غني له اولس او خپلې ادارې سره په جنګ دى

ليکوال احمد منصور

له کله نه چې غني د واک پر ګدۍ ناست ده له اولس او خپلې ادارې سره په جنګ دى کله يې له واليانو سره شخړې وي کله ولسوالانو سره او کله له قومندانانو سره، د اولس سره خو يې ټوله نړۍ ګوري چې په جنګ ده او داسې جنګ چې د نجيب ترکي،شاشجاع،او د کرﺯي ظلمونه يې له خلکو هېر کړل، له غني څخه د غره شپونکيانو او کوچيانو هم د آرام ساه وانه خيستله هغوي يې هم شهيدان،اسيران او ټپيان کړل دلته که اوس هغه پېښې ﺫکر کوو چې چېرته يې شپونکيان شهيدان کړي د ليکنې مقصود به راڅخه پاتې شي نو ښه به دا وي چې ترې تېر شو.

داچې څنګه غني له خپلې ادارې سره په جنګ دى د نمونې په ډول به روستى مثال درته وښايم: څو ورځې دمخه سترې محکمې د هغه د واک موده تمديد کړه آن چې تر جوﺯا روسته به هم غني په واک کې وي چې د محکمې له پرېکړې روسته ټولو نوماندانو،سياسي احزابو سخت غبرګونونه وښودل په دې نېزدې ورځو کې نوماندانو يو ځل بيا د سترې محکمې پرېکړه وننګوله او د سرپرست حکومت د رامېنځ ته کېدو طرحه يې وړاندې کړه خو د ارګ وياند هارون چخانسوري د اساسي قانون د تفسير مرجع ستره محکمه بللې او ويلي دي چې د ١٢١مادې په اساس سترې محکمې د غني واک موده غځولې او د نوماندانو طرحه يې ناموجهه بللې.

بلې خوا د اتمر د ډلې غړي او د غني پخواني سلاکار عبدالستار سعادت ويلي چې د اساسي قانون د تفسير مرجع ستره محکمه نه ده او ﺯياته کړې يې ده چې اساسي قانون کې مشکل داده چې د تفسير مرجع مشخصه نه ده.
همدا ډول نوماندانو ګواښ کړى چې د جواﺯ روسته د هر ډول پيښو د را مينځ ته کېدو پړه به پر ارګ وي.

ارګ يې په جواب کې ورته ويلي چې له قانوني مظاهرو هاخوا د هيڅ عمل د تر سره کولو اجاﺯه نه درکوو،
له پورتني حقايقو را جوتېګي چې غني په رښتيا له خپلې ادارې او اولس سره په جنګ دى، خو که د دوي تر مينځ اختلافاتو ته ﺯير شو راته معلومه به شي چې دا اختلافات نه بلکې د امريکا او غني تر مينځ جوړه شوې لوبه ده چې هغه يوځل بيا داخلي جنګونو ته لاره هواره ول دي.

غني په دې پوهيږي چې طالبان به ضرور واکمن کېږي خو دا تر هغه وخته په غير قانوني ډول ځان په واک کې ساتل غواړي او د همدغه لګ واک په موده کې داخلي اختلافاتو ته لمن وهي که چېرې طالبان واکمن شي دا يې څه غم کوي د ده سوړه خو معلومه ده چې امريکا ده د طالبانو رحم او کرم ته به ټيټ رتبه چارواکي پريږدي ځکه باور مې نه شي چې امريکا به ټولو مزدورانو ته په خپل هيواد کې پناه ورکړي ځکه که له ويتنام څخه د امريکا د تېښتې تاريخ وګورو نو راته معلوم به شي چې امريکاهلته څه ډول له خپلو پلویانو سره معامله وکړه ټول يې د ويتنام آﺯدي غوښتونکو ته پريښودل او خپل ټول پوځ او تجهيزات یې امريکا ته انتقال کړل.

بله دا چې د ولسمشر او د ماتحتو يې د واک په سر شخړې وي هغه حکومت ته به څوک د حکومت نوم ورکړي.

Related posts