اګست 24, 2019

نوی پارلمان:  دوه په بند محکوم وکیلان هم عملاً وکالت  کوي

نوی پارلمان:  دوه په بند محکوم وکیلان هم عملاً وکالت  کوي

 

عزم (جمعه،۲۷،غویي،۱۳۹۸)

په نوې ولسي جرګه کې چې غوڅ اکثریت استازي یې د واسطو او پیسو په مټ د وکالت تر څوکیو ورسیدل،  دوه داسې څیرې په کې شتون لري چې په همهاله توګه پر بند هم محکوم دي.

د ولسي جرګې د غړو په وینا،   میرزامحمد کټوازی چې د ۱۳۸۴ کال د وږي په څلورمه نېټه د کابل ښار د لومړۍ حوزې د لومړنۍ محکمې لخوا په غیابي توګه د اسنادو د جعل او تزویر په جرم په پنځه کاله بند محکوم شوی او د ملي دفاع وزارت د روغتیا د برخې پخوانی رییس احمد ضیایفتلي چې یوه اوونۍ مخکې  د فساد په تور د عدلي او قضايي مرکز د محکمې له لوري په غیابي توګه په شپږ میاشتې بند محکوم شوی وو،  اوس په پارلمان کې د خلکو د استازو په توګه رسماً کارونه مخته وړي.

د ولسي جرګې نور وکیلان د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ دغه بې تمییزه چلند غندي او خبرداری ورکوي،  تر هغو چې په ولسي جرګه کې قوانین پلي نه شي، ملت به یې تصویب شویو قوانینو ته احترام ونه کړي.
د اساسي قانون په ۱۰۲ ماده کې راغلي؛ هر کله چې د ولسي جرګې له غړو یو غړی د کوم جرم لامل کېږي، جرم یې مشهود وي، بالفعل نیول کېږي او ازادي ترې اخیستل کېږي.
لویه څارنوالي او کورنیو چارو وزارت دا حکم د سترې محکمې پورې تړلی بولي خو هغوی یې په برخلیک پټه خوله دي.
بل لور ته یاد نوماندان د دغه ډول قضیو راپورته کول د ځان پر وړاندې ظلم بولي او د مخنیوي غوښتونکي یې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې ورته مجرمین د خلکو د استازو په توګه عملا د ملت کور ته د ورتګ چانس تر لاسه کوي، بلکې د ولسمشر له مرستیالانو او نورو ملکي او نظامی چارواکي نیولې بیا د ولسي جرګې تر وکیلانو زیاتره اشخاص او افراد چې په مختلفو جرمي کړنو ککړ دي ،د بشر حقوقو د نقض سربیره بیا هم په لوړو پوسټونو کې د دولت له بودیجې لوړ معاشات او امتیازات ترلاسه کوي. په داسې حال کې چې ټول عدلي او قضایي ارګانونه یې په برخلیک پټه خوله دي

Related posts