مې 24, 2019

د روژې دوهمه عشره

د روژې دوهمه عشره

جبیر افغان

د روژې لومړۍ لس شپې د سترګو په رپ کې تیري شوې، ډېر خلګ به له ځانونو څخه دا پوښتنه کوي چې آیا لومړۍ لس شپې مو غنیمت وګرځولې او عبادت مو وکړ؟!
که یې ځواب په «نه» سره وي نو د دوهمي عشرې فرصت هم زمونږ پر وړاندې دی او دا عشره د مغفرت په عشرې سره مشهوره ده او آخري عشره یې له اور څخه د خلاصون ده خو دا مو هم باید په پام کې وي چې په آخري عشره کې الله تعالی یوه شپه ایښې ده چې د قدر شپه ورته وایي.

روژه نیونکي باید په دوهمه عشره کې د ځان سره محاسبه وکړي تر څو په دوهمه عشره کې د هغه څه جبران وکړي کوم چې یې باید په اوله عشره کې کړي وای خو اوس یې له لاسه ورکړي دي ځکه چې د روژې مبارکه میاشت د منکراتو د پرېښودلو او له حرامو شیانو څخه د ځان لري ساتلو یو خورا طلایي چانس دی لکه څنګه چې همدغه میاشت د هغو ناوړو اعمالو د اصلاح او پرېښودلو میاشت ده په کومو کې چې به انسان شپه او ورځ مبتلا ؤ.

همدا میاشت په خیرات او صدقه کولو سره الله تعالی د نژدې کېدلو په نیت د توښې جمع کولو میاشت ده مسلمان باید د دغي مبارکي میاشتي شپه او ورځ غنیمت وګڼي او د الله تعالی د قرب حاصلولو هڅه وکړي او همداراز باید کوشش وکړي چې د خیر په ټولو کارونو کې له نورو خلګو څخه پرمختګ او د هغوی سره مقابله وکړي. الله تعالی فرمایي:

وفي ذالک فلیتنافس المتنافسون

بنده باید د الله تعالی شکر هم اداء کړي چې د دغي مبارکي میاشتي له برکتمنو شپو او ورځو څخه یې دی برخمن کړ ځکه چې ډېر داسي خلګ شته چې د سږ کال له روژې څخه محروم شوي دي بلکي داسي هم شته چې د سږ ځیني روژې یې موندلي او بیا مرګ تروړولي دي خو ته لا هم د ژوند غنیمت په لاس کې لرې. ژوندې کسان هم نه پوهیږي چې آیا د دغي میاشتي مبارکي شپې به پوره کړې او که به د دوی د ژوند لمر هم ډوب شي نو ځکه دا غنمیت باید له لاس ورنکړو او الله تعالی ته توبه وکړو.
د صحیحینو حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«الله تعالی د بنده په توبه کولو داسي خوشاله کیږي لکه څنګه چې له تاسي څخه یو څوک په یو دښت کې د خپل سورلي سره سفر کوي خو هغه سورلۍ ترې ورکه شي او پر هغه د ده ټول خوراک او څيښاک بار وي، دا مسافر مایوس شي او راسي د یوې وني تر سایې لاندې څملي(او د مرګ انتظار کوي) نوموړی پر همدې حال وي چې سترګي خلاصي کړي که ګوري چې سورلۍ یې سرته ولاړه ده ، دی یې مهار ونیسي او له زیاتي خوشالۍ څخه ووایي چې :«ای الله ! زه ستا رب یم او ته زما بنده یې.» له ډيري خوښۍ څخه غلط شي نو الله تعالی به د بنده په توبه څومره خوشاله کیږي؟! تاسي یې لږ د ځان سره تصور وکړئ.

Related posts